د افغانستان د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه د جرګې د اداري پلاوي د نهحاضرېدو له امله د سناتورانو له انتقادونو سره مخ شوه.
په دې ورځ یو شمېر سناتوران د جرګې د اداري پلاوي د حاضرېدو په تمه، له درې ساعتونو انتظار وروسته، د اعتراض په توګه په شور سره، د جرګې غونډه تحریم او له تالاره ووتل.
د مشرانو جرګې غړي شیر محمد اخندزاده وویل، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره چې سناتوران باید د ملت غږ تر حکومته ورسوي، خو جرګې ته د اداري پلاوي نهحاضرېدل دا ښيي چې دوی وضعیت ته د رسېدنې لپاره لېوالتیا نهلري.
نوموړی وايي:
"په دې توګه خو موږ سنا مخ ته نهشو بیولای چې دولت او اداري پلاوی مو اواز نهاوري، موږ خو دلته چا کرایه کړي نهیو، موږ د ملت استازي یو، نیم ساعت وشو، منشي یا مرستیال یا دوهم مرستیال خو باید راغلی وی."
پخوا تر دې هم د ملي شورا د دواړو جرګو غړو د دوی په عمومي غونډو کې د شورا د غړو پر غیر حاضریو انتقادونه کړي دي ان د ملي شورا ځینو غړو ویلي چې د ولسي جرګي او مشرانو جرکې ځیني غړي، د جرګې له غونډو څخه خپلو شخصي کارونو ته لومړیتوب ورکوي.
د مشرانو جرګې بل غړی نظر محمد فقیري ادعا کوي، د جرګې د اداري پلاوي غړي د دې پر ځای چې د ملت غږ تر حکومته ورسوي، د امتیازونو د ترلاسه کولو په فکر کې دي او اوونۍ-اوونۍ بهر ته سفرونه کوي.
دی وايي:
"مطبوعاتو ولیدل چې څوکۍ تشې وې، موږ راووتلو، اداري پلاوی غفلت کوي، یو کس لس ځلې بهرنی سفر کوي، عدالت او انصاف نهشته، له همدې امله موږ تالار پرېښود چې اداري پلاوی نهوي نو موږ څه کوو."
د افغانستان د اساسي قانون د ۸۷ مادې له مخې د مشرانو جرګې اداري پلاوی له رئیس، لومړي او دوهم مرستیال او لومړي او دوهم منشي څخه جوړ دی او د دغو کسانو له ډلې هر یو د غونډې مشري کولای شي.
له دغو اعتراضونو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د جرګې تالار ته راغی او خبریالانو تهیې وویل:
"لومړی مرستیال په یوې بلې لیدنه کې زما په اجازه بوخت و او زه له اداري پلاوي سره د معترضو سناتورانو د راستنولو لپاره تللی وم، نن مو چې اجنډا نهوه، بخښنه غواړم."
د مشرانو جرګې غړی شیر محمد اخندزاده ټینګار کوي چې که اداري پلاوی دغهشان خپلې غیر حاضرۍ ته دوام ورکړي، نهشي کولای چې د خلکو غږ تر حکومته ورسوي او د خلکو ښه استازولي وکړي.
راپور: خان محمد سیند