د غزني ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیاتو ته جدي اړتیا ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، کله چې دغه ولایت کې د "دعوت" په نوم عملیات پای ته رسېدلي، وسلهوالو طالبانو بیا د دغه ولایت پر مرکز او ولسوالیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
نوموړی وايي، که دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات ترسره نهشي، ښايي د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته ولوېږي.
ښاغلی امرخېل وايي:
"غزني ولایت کې اوس د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره کوم داسې عملیات نهشته، څه موده مخکې د دعوت په نوم وو، اوس مو بیا مرکزي ادارې ته پیشنهاد کړی چې د عملیاتو امر راکړي."
وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې د تېرې شنبې د ماښام بریدونو کې یې چې د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یې ترسره کړي وو، ۱۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د دغه ولایت امنیتي چارواکي بیا دغه ادعاوې په کلکه ردوي.
له دې سره د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین هم له مرکزي دولته غوښتنه کوي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي.
په غزني ولایت کې د ولایتي شورا یو غړي امانالله کامراني د تېرې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه ځانکړې مرکه کې وویل:
"مرکزي دولت غرني ته هېڅ پام نهکوي، غزني ولایت کې هره ورځ یوه پوسته وسلهوالو طالبانو وړې او پر ښار بریدونه کوي."
دا په داسې کې ده چې د تېرې شنبې په ماښام وسلهوالو طالبانو د غزني پر یو شمېر ولسوالیو او ښار کې پر یو شمېر امنیتي پوستو پراخ برید وکړ چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.
په ورته کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا دا نهمني، ګنې د دوی عملیات په دغه ولایت کې ولاړ دي.
نوموړی وايي، اوس هم زموږ عملیات په دغه ولایت کې روان دي او دښمن د ځپلو لپاره کافي ځواک دغلته موجود دی.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"موږ د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف په ټول افغانستان کې د خالد په نوم پوځي عملیات پيل کړي دي او دښمن ته اجازه نهورکوو چې فعالیت وکړي."
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال امینالله امرخېل ازادي راډيو ته په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي و چې غزني ولایت کې د دعوت په نوم عملیاتو کې یې وسلهوال طالبان ځپلي او زیات شمېر سیمې یې ورڅخه نیولې دي.
راپور: شریفالله شرافت