د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

المپیکي سیالیو کې افغان لوبغاړو د بُرنز ۶ مډالونه وګټل


د اسلامي هېوادونو په المپیکي سیالیو کې د پهلوانۍ او ووشو د برخې افغان لوبغاړو د بُرنز ۶مډالونه وګټل.

د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو برخې مسؤل منور شهزاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پهلوانۍ افغان لوبغاړو د بُرنز ۵ او افغان ووشوکار عبدالرزاق رضایي د بُرنز یو مډال ترلاسه کړی دی.

د اسلامي هېوادونو سیالۍ د ۵۷ هېوادونو په ګډون په ۲۱ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ترسره کېږي چې له افغانستانه په دغو سیالیو کې د تکواندو، پهلوانۍ، اتلتیک، جودو او ووشو د برخې لوبغاړو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ د اذربایجان په باکو ښار کې د مې په ۱۲مه نېټه پیل شوې چې لس ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG