د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

رحیم جامي: د پوهنې موضوع په کورني او نړیواله کچه له پامه غورځېدلې


په "افغانستان کې د باکیفیته ښوونې او روزنې غورځنګ" او يو شمېر مدني بنسټونه په دغه هېواد کې د پوهنې روان وضعیت ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان د پوهنې موضوع په کورني او نړیواله کچه له پامه غورځېدلې ده.

د افغانستان د باکیفیته ښوونې او روزنې غورځنګ مشر محمد رحیم جامي د یکشنبې په ورځ کابل کې د باکیفیته ښوونې او روزنې د کمپاین په پرانیست‎غونډه کې وویل چې د هېواد د پوهنې سکټور په ځانګړې ډول ښوونه او روزنه د افغانستان د دولت په لومړیتوبونو کې ځای نه‎لري.

دی وايي:

"له بده‌مرغه په تېرو څو کلونو کې چې موږ وینو د افغانستان د پوهنې سکټور په ځانګړې توګه ښوونه او روزنه زموږ د دولت په لومړیتوبونو کې ځای نه‎لري او هغه ملاتړ چې باید له دغه سکټوره د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره وشي نه‌شته."

ښاغلي جامي وویل، د افغانستان د باکیفیته ښوونې او روزنې غورځنګ اساسي هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې په افغانستان کې دننه ټول افغانان باکیفیته او معیاري زده‎کړو ته لاسرسی ولري.

د دغه غورځنګ د معلوماتو له مخې د باکیفیته ښوونې او روزنې کمپاین د ۷۳ بېلابېلو بنسټونو له لوري د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې معیاري او باکیفیته زده‎کړو ته د لاسرسي په هدف پیل شوی چې وروستی پړاوو يې په کابل کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎مهال نېږدې درې نیم میلیونه ماشومان چې دوه نیم میلیونه‌يې نجونې دي له تعلیمه بې‌برخې دي، دغه‌شان د هېواد نېږدې پنځوس سلنه ښوونځي سرپناه نه‌لري او زده‎کوونکي يې تر سره لمر لاندې سبق وايي.

د يو شمېر راپورونو له مخې بیا د ښوونځيو ځیني زده‎کوونکي اکثره وخت د ناسم تعلیمي نصاب، د مناسب چاپېریال د نشتوالي او د ښوونکو د تحصیلي کچې له ټیټوالي شکایت کوي، خو د ښوونځيو ښوونکي بیا ډېری ځلې د دوی د حقوقو کموالی او ورسره له دوی سره د شویو ژمنو په برخه کې د دولت د نه اقدام خبره کوي.

خو په یادې غونډه کې بیا د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال ابراهیم شینواري ناامني د پوهنې په وړاندې د يوې مهمې ستونزې په توګه ياده کړه وبې‌ویل چې د افغانستان حکومت پوهنې ته د يوه ستراتيژیک لومړیتوب په سترګه ګوري.

ښاغلی شینواری زیاتوي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت پوهنې ته د يوه اساسي لومړیتوب په سترګه ګوري، سره له دې چې جګړه په هېواد کې روانه ده او لکه څنګه چې باید معارف ته پاملرنه وشي، نه‌شي کېدای ځکه لومړی د خلکو امنیت او د نظام ساتنه مهمه ده."

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او دیني چارو د کمېسیون غړې حمیرا ایوبي وايي، تر کومه چې د افغانستان د پوهنې وزارت څوکۍ له سیاسي وېش څخه ونه‌وځي د افغانستان د پوهنې په نظام کې هم د بنسټیز بدلون تمه نه‎شي کېدی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG