د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

په خوست کې د "ځوانانو د کال په ویاړ" ځیني پروګرامونه پلي کېږي


د ځوانانو چارو معینیت چارواکي وايي چې یاده اداره سږ کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د کال په ویاړ یو شمېر ځانګړې روزنیزې، هنري، تفریحي او ورزشي برنامې پلې کوي.

دوی زیاتوي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پاملرنې روان لمریز کال د ځوانانو د کال په نوم نومول شوی او د دې نومونې موخه دا ده چې اړوندې ادارې د ځوانانو د زده‎کړو، کار او ورزش په ګډون د دوی د ژوندانه ټولو اړخونو ته توجه ډېره کړي.

په همدې موخه د یکشنبې ورځې په سهار د ځوانانو د معینیت له‎خوا "موږ سوله غواړو" تر نامه لاندې د خوستي ځوانانو لپاره هم د کرکټ د څلور ورځنیو سیالیو ټورنمنټ پیل شو.

د ځوانانو په معینیت کې د زده‎کړو د برخې مسؤل هجرت‌الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې یاده اداره له‎ دې ورزشي سیالیو سربېره په نورو ټولنیزو برخو کې هم ګڼې برنامې لري چې د روژې میاشتې وروسته به په ترتیب سره پلې شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"دا لوبه د ځوانانو چارو معینیت د ځوانانو د کال په مناسبت جوړوي، دې لپاره دا عنوان غوره شوی چې موږ سوله غواړو، نن سبا تر هر څه مهم ځوانانو ته دا ده چې يو ښه او ارام افغانستان دوی ته په میراث پاتې شي، نن مو دا لوبې په لاره واچولې په راتلونکي کې هم په خوست کې د ځیني نورو برنامو پلان لرو، کوښښ دا کوو چې سږ کال چې د ځوانانو په نوم نومول شوی دی، په ټول افغانستان کې به دوی ته موږ ښه پروګرامونه ولرو."

موږ سوله غواړو تر نامه لاندې په خوست کې د کرکټ سیالیو یو تن لوبغاړی وايي، که‎ چېرې په دې ولایت کې همدې ورزش ته پاملرنه ډېره شي، نو په راتلونکي کې به د کرکټ ډېر ملي ستوري ولري.

نوموړي وویل:

"نوم مې ظاهر الله دی، په‎دې ډېر خوشاله یو چې زموږ لپاره دا ټورنمنټ د ځوانانو د معینیت له‎خوا جوړ شوی، له کرکټ بورډه هم دا غوښتنه لرو چې په راتلونکي کې موږ ته دا ډول پروګرامونه پلان کړي، په خوست کې ډېر لوبغاړي شته چې په راتلونکي کې به د افغانستان لپاره ستوري وي، خو که دا ډول پروګرامونه نور هم جوړ شي، دې سره به خوست نوره پرمختیا هم وکړي."

په خوست کې د کرکټ بورډ استازي سید عالم دا اقدام وستایه چې د ځوانانو د روغتیا، بوختیا او سوله‌ییزې مفکورې د ترویج لپاره ترسره کېږي.

سید عالم وايي:

"د ځوانانو چارو معینیت نه مننه چې د اتو ټیمونو تر منځ‌يې د کرکټ څلور ورځنیو لوبو ټورنمنټ جوړ کړ، څو ځوانان د ځانونو د ښه صحت او بوختیا لپاره سپورټ ته مخه کړي."

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې کرکټ لوبه په‌کې ډېر مینه‎وال لري او یو شمېر لوبغاړي يې په ملي ټیم او د زون په لوبډلو کې لوبېږي.

ورزشکاران مسلکي روزونکي، مالي او تخنیکي امکانات او د لوبغالو کمښت د هغو نیمګړتیاوو په توګه یادوي چې په خوست کې يې د سپورټ د ډېر پرمختګ بهیر ورو کړی دی.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG