د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د کندز د بار وړونکو موټرو چلوونکو نه اخاذي او حکومت ته‌ د هغو خبرداری


په کندز کې د یو شمېر بار وړونکو موټرو چلوونکي شکایت کوي چې له دوی څخه د لارې په اوږدو کې د ترانسپورټ، د لوړ تناژ ترازو کارکوونکي او پولیس باج اخلي.

دغه چلوونکي وايي چې دوی پر وخت خپل ترانسپورټي محصول او مالیات ورکوي، خو بیا هم دوی د لارو په اوږدو کې په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

د بار وړونکو موټرو د چلوونکو په استازیتوب احمد جاوید خبرداری ورکوي، که دغه روان وضعیت ته اړوند ارګانونه توجه ونه‎کړي، نو خپل فعالیتونه به بند کړي.

نوموړی وايي:

"مشکل دا دی چې د لارې په اوږدو کې له موږه د ترانسپورټ کارکوونکي همدارنګه د بلند تناژه ترازو کارکوونکي غیر قانوني اخاذي اخلي او پوستې هم له موږه پیسې غواړي، خو د قانون په مطابق څوک کار نه‎کوي."

په ورته وخت کې د کندز د ترانسپورټ رئیس سید جواد جلالي د بار وړونکو موټرو د چلوونکو دغه ادعاوې ردوي وايي، که د دوی کارکوونکي د داسې چلند پر مهال وپېژندل شي، ورسره جدي قانوني چلند کوي.

د کندز د ټرانسپورټ رئیس سید جواد جلالي
د کندز د ټرانسپورټ رئیس سید جواد جلالي

دی وايي:

"ما په وار وار موټر چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکړی. که له ستونزو سره مخ شوې، نو فوراً موږ او یا کشفي ارګانونه پرې خبر کړئ، څو له خلاف‎کاره کارکوونکو سره قانوني چلند وشي."

بل‎خوا د کندز امنيه قوماندان عبدالحمید حميدي هم وايي چې پولیس د دې حق نه‎لري چې د لویو لارو په اوږدو کې د بار وړونکو موټرو له چلوونکو پیسې واخلي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي چې دوی د ډاډمن امنیت په خاطر د کندز-تخار او د کندز-بغلان په لویو لارو کې نوې امنیتي پوستې جوړې کړي، څو خلک په ارامه فکر سفر وکړي.

د کندز امنيه قوماندان عبدالحمید حميدي
د کندز امنيه قوماندان عبدالحمید حميدي

ښاغلی حمیدي وايي:

"موږ هڅې کوو، څو د لویو لارو امنیت خوندي وساتو، موږ ګرځنده ګزمې جوړې کړي چې د دغه ولایت د لارو په اوږدو کې د خلکو د سر او مال امنیت خوندي وساتو همدارنګه د ناامنیو او نورو ستونزو مخه ونیسو."

د کندز-تخار او کندز-بغلان لویې لارې د شمال او شمال ختیځ ولایتونو له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي چې شیرخان، د حیرتان او د اقينې سوداګریز بندرونه‌یې سره نښلولي دي چې له همدې لارو سوداګریز توکي د منځني اسیا هېوادونو همدارنګه د هېواد نورو ولایتونو ترمنځ صادر او واردېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG