د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

نړۍ کې تر ټولو ښه روغتیايي خدمات وړاندې کوونکي هېوادونه


په نړۍ کې د ښه روغتيايي خدماتو په فهرست کې نه جاپان او نه هم کاناډا په لسو ښو هېوادونو کې راغلي او امريکا هم په ۳۵مه مقام ده.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې په نړۍ کې تر ټولو ښه روغتیايي خدمات وړاندي کوونکی هېواد اندورا دی.

دغه هېواد د فرانسې او هسپانيې تر منځ موقعيت لري.

فرانسه د فهرست له مخې پنځلسم او هسپانيه اتم ټاکل شوي دي.

په لندن کې د لانسيټ په نوم په روغتیايي ژورنال کې د جمعې په ورځ په خپاره شوي فهرست کې راغلي چې ايسلنډ دوهم تر ټولو ښه روغتیايي خدمات لرونکی هېواد دی او درېيمه شمېره سويټزرلند خپله کړې ده.

افغانستان په هغو دېرشو هېوادونو کې راغلی چې د فهرست په پای کې دي او ښه روغتیايي خدمات نه لري.

افغانستان دغه لیست کې دېرشو هېوادونو کې راغلی.
افغانستان دغه لیست کې دېرشو هېوادونو کې راغلی.

ناروې هم په لومړيو پنځو هېوادونو کې راغلی، اسټراليا شپږم او جاپان يوولسم مقام اخيستی.

د فهرست له مخې بریتانيه په نړۍ کې دېرشم هېواد دی چې خلک يې له ښو روغتيايي خدماتو برخمن دي او امریکا په دغه فهرست کې پنځه دېرشم دی.

په لېست کې د جاپان او اسټراليا پرته لومړي شل هېوادونه ټول په لوېديځه اروپا کې دي چېرته چې هر هېواد خپلو وګړو ته یو نه بل ډول نړيوال روغتيايي پلان لري.

د فهرست په پای کې مرکزي افريقايي هېوادونه راغلي دي.

روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي دا فهرست د هغو ۳۲ ناروغيو له مخې جوړ شوی چې په اسانۍ او اغېزمنه توګه يې درملنه کېدای شي.

په دغو ناروغیو کې توبرکلوز، د سينې انتانات، تيتانوس، د زړه ناروغي او شری شامل دی.

په روغتیايي برخه کې د هر هېواد پرمختګ د ۱۹۹۰يم کال د ټاکل شوي معيار له مخې تعقيب شوی او په ټوله کې هر هېواد په روغتیايي برخه کې څه نا څه پرمختګ کړی دی.

د لندن د روغتيا پوهنتون پروفيسوره مارین مککي چې دغه فهرست يې له نورو سره په ګډه جوړ کړی، وايي د دوی د څېړونو پايلې ښيي چې له بده مرغه د هېوادونو پرمختيا د روغتيايي سکټور پر پرمختيا دومره اغېز نه لري.

راپور وايي چې له ۱۹۹۰میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵میلادي کال پوري په روغتیايي برخه کې تر ټولو زیات پرمختګ جنوبي کوريا، ترکيې، پيرو، چين او مالديپ کړی دی.

XS
SM
MD
LG