د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۸

چینايي الوتکو د چین ختیځ کې د امریکايي کشفي الوتکې مخه نیولې


د امریکا پوځ وايي، دوه چینايي ایس یوو دېرش ډوله جنګي الوتکو د چین د سمندري په ختیځ کې د امریکا د یوې کشفي الوتکې مخه ونیوله.

د امریکا د هوايي ځواک یوې ویاندې د چینايې الوتکو دا عمل غیر مسلکي بللی دی.

د متحده ایالاتو پوځ وايي، د دوی الوتکه په عادي ماموریت بوخته وه چې د چینايي الوتکو لخوا يې مخه ونیول شوه.

سي این این تلوېزیون ویلي د چین یوه الوتکه د ۴۵ مترو په واټن سره امریکايي طیارې ته نېږدې شوه.

د چین په ختیځه بحیره کې د امریکا وروستیو فعالیتونو د چین لپاره اندېښنه پیدا کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو باندې يې اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG