د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې پالیسي نړيوال مطالب


د پولیتیکو خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې پالیسۍ خبرې کړي دي.

د لیکنې د لیکوال په وینا تمه کېږي، ولسمشر ټرمپ د خپلو نورو کارونو سربېره په نېژدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه پریکړه وکړي.

پنټاګون افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کوي خو د خپرونې په باور تراوسه څرګنده نه‎ده چې ولسمشر ټرمپ څه پریکړه کوي.

د پولیټیکو د لیکنې په وینا، ټرمپ د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه ډېر څه نه‎دي ویلي چې دې مسئلې د ټرمپ د اهدافو په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي.

د دې خپرونې په باور د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو ډېرې سټراټیژۍ تجربه کړي چې هېڅ یوه یې مؤثره نه‎ده تمامه شوې او دا مهال څو ترهګرې ډلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې فعالې دي.

بلومبرګ:

د بلومبرګ خپرونې هم په یوه لیکنه کې افغانستان ته اضافي امریکايي سرتېرو د استولو موضوع ته پاملرنه کړې او وايي:

د استخباراتي شبکو د محرمو اسنادو پر بنسټ د افغانستان لپاره د امریکا نوې جنګي سټراټیژي چې تېره میاشت د ولسمشر ټرمپ د لوړپوړو نظامي او د ملي امنیت د سلاکارانو له‎خوا وړاندې شوه، په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي او د کابل د حکومت د ساتنې لپاره د لږ تر لږه پنځوس زرو امریکايي سرتېرو غوښتنه کوي.

د امریکا د ملي امنیتي او استخباراتو یو شمېر چارواکو چې له دې اټکل نه خبر دي د بلومبرګ خپرونې د دې مقالې لیکوال ته ویلي، د دې طرحې مسوده د اپریل په میاشت کې چمتو شوې ده.

لیکوال وايي، که دا سخاوتمندانه چمتو شوی پلان د امریکا د ملي امنیت د شورا د ځانګړې کمېټې له‎خوا ومنل شي نو په دې معنی به وي چې افغانستان کې به پنځوس زره اضافي بهرنیو سرتیرو ته اړتیا وي.

په بلومبرګ کې د خپرې شوې لیکنې په وینا په پیشنهاد شوې سټراټیژۍ کې د افغانستان له حکومت سره ژور شراکت او د طالبانو پر ضد روان کمپاین کې مرسته هم شامله وي.

دا سټراټیژي به همدارنګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هغه چوکاټونه هم لرې کړي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما ټاکلي وو.

د نړیوال بانک انټرنیټي خپرونې بیا د افغانستان د اقتصاد په اړه یوه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی"د افغانستان ولایتونه کولای شي په سوداګرۍ کې له یو بل څخه اسانتیاوې زده کړي. "

په لیکنه کې د نړیوال بانک یو راپور ته چې د سې شنبې په ورځ خپور شو اشاره شوې او وايي، خصوصي پانګه‎وال کولای شي په افغانستان کې په اسانۍ د سوداګرۍ جواز تر لاسه کړي خو دوی په نورو برخو کې چې د سوداګرۍ لپاره مهم دي له ستونزو سره مخ دي.

د لیکنې په وینا د کابل او ولایتونو لکه کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار ترمنځ کیفیت او د مقراراتو موثریت توپیر کوي.

XS
SM
MD
LG