سعیدي: د قلعۀزال۳۰کلي د طالبانو له موجودیت څخه تصفیه شوي
د کندز د قلعۀزال ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په پایلې کې ۳۰ کلي دیادې ولسوالۍ مرکز اقتپه کې د طالبانو له موجودیت څخه تصفیه شوي او لاهم په سیمې کې عملیات جریان لري. د قلعۀزال ولسوال محبوب الله سعیدي په سیمې کې له ازادي راډیو سره دخبرو پرمهال وویل چې په دې ولسوالۍ کې دولتي ودانۍ د وسله والو مخالفینو لهخوا وېجاړ شوي او یاهم سوځول شوي دي. وېډیو: اجمل ارین