د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

قادري: پکتياوال ناهيلي دي او ولسمشر بې وعدې


د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدالرحمن قادري ازادي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ورځ تر بلې د پکتيا د ولسونو فاصله له حکومت سره زياتېږي.

د ده په خبره افغان ولسمشر اشرف غنيله پکتياوالو سره په هغو کړو ژمنو کې پاتې راغلی چې د انتخاباتي کمپاينونو پرمهال يې ورسره کړې وې.

دی وايي، په ملکي اداره کې شته ستونزې د پکتياوالو لپاره د منلو وړ نه دي.

نوموړی زياتوي چې امنيتي ساحه د ګردېز ښار تر شاوخوا پورې رارسېدلې، د دې ولايت ډېره برخه خاوره د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او اکثريت چارواکي د ده په خبره په فساد کې ښکېل دي.

له وکيل محمدالرحمن قادري سره زموږ د همکار داود تپان مرکه واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG