د سې شنبې ماښام په کندهار ښار کې دوو چاودنو لږ تر لږه یو ملکي کس وژلی او لس نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې دواړه چاودنې ماښام اته نیمې بجې د کندهار ښار د لومړۍ او څوارلسمې امنيتي حوزو تر منځ د سردار مدد خان څلولاري کې شوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د دې چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"یو ملکي کس شهید لرو، لس تنه نور ټپیان دي چې اووهیې ملکیان او درې یې امنیتي سرتېري دي."
د خپلواک په وینا، لومړی په یوه موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي بم چاودنه وکړه او کله چې خلک او امنیتي سرتېري د چاودنې ځای ته ورغلل، په سیمه کې دوهم ايښودل شوی ماین چې پر یوه ولاړ موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و، وچاودېده.
تر اوسه د دې چاودنو مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.
- پخواني معلومات
د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلورلاري کې د دوو پرلهپسې چاودنو له امله یو ملکي کس وژل شوی اووه ملکیان او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن د شپې پر اته بجې او دېرش دقیقې رامنځته شوې ده.
ښاغلي صمیم زیاته کړه چې لومړی په یاده سیمه کې پر صرف موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې سیمې ته د پولیسو په درسېدو سره لس دقیقې وروسته په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د زرنج موټر سایکل په چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی اووه ملکیان او درې پولیس ټپيان شوي دي.
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنو کې د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې امر هم ټپي شوی دی.
یادې چاودنې د کندهار ښار په یوې مهمې څلورلارې کې شوي چې شااوخوا یې درې لوی سوداګریز مارکېټونه دوکانونه او کورونه شتون لري.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د چاودنو له امله د نېږدې مارکېټونو، دوکانونو او کورونو ټولې ښيښې هم ماتې شوې دي.
تر دا مهاله د دې چاودنو مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
راپور: محمد صادق رښتینی