د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې یو ایرانی يې وسلهوالو مخالفینو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې د بشیر احمد په نوم دغه جاسوس چې تازه له ایران څخه کندهار ته راغلی وو تېره شپه په شپږمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.
د دُراني په وینا نیول شوی کس په کندهار کې د یو شمېر امنیتي پوستو او تأسیساتو په اړه وسلهوالو مخالفینو ته معلومات ورکول.
د پولیسو ویاند وايي، نیول شوي کس په خپلو کړنو اعتراف کړی دی.