یو شمېر افغان نجونو د پاکستان په پایتخت اسلاماباد کې د پاکستان د ښځینه بایسکل ځغلونې په قومي سیالیو کې برخه واخیسته.
دغه دوه ورځنۍ سیالۍ چې د یکشنبې په ورځ په اسلاماباد کې پیل شوي، د پاکستان پر لسګونو نجونو سربېره پهکې درېيو افغانو نجونو هم ګډون کړی دی.
پاکستاني رسنیو د بایسکل ځغلونې د دغه قومي سیالیو په اړه په خپرو کړو راپورونو کې په دغو سیالیو کې د افغان نجونو د ګډون هرکلی کړی او وايي چې دغه نجونې د دغې سیالۍ د تنظیموونکو په ځانګړې بلنه اسلاماباد ته راغلي او زیاتوي:
"په دغو سیالیو کې د افغان نجونو د ټیم ګډون دا ښيي چې پاکستان اوس په سپورټي سیالیو کې د بهرنیانو د ګډون لپاره خوندي ځای دی."
راپورونه په دغې سیالۍ کې د افغان نجونو د ګډون په اړه زیاتوي چې:
"افغانې بایسکل ځغلوونکې نجونې په دغې سیالۍ کې ښې ځلېدلي او د بایسکل ځغلونې د مینهوالو پامیې ځان ته رااړولی دی."
له بلېخوا بیا په دغې سیالۍ کې ګډون کوونکو افغان نجونو له رسنیو سره په خبرو کې په اسلاماباد کې د بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې برخه اخیستل ښه تجربه بللې ده.
یوې افغانې بایسکل ځغلوونکې په دې اړه د پاکستان له یوه خبري ټلوېزیون «سماء» سره په خبرو کې ویلي:
"زه ډېره خوشحاله یم چې پاکستان کې مې په دغې سیالۍ کې برخه واخیسته. دا زما لپاره یوه ښه تجربه وه او هیله لرم چې راتلونکي کې په دې ډول نورو سیالیو کې هم برخه واخلم."
بله افغانه بایسکل ځلوونکې بیا اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال د خلکو له هرکلي او مېلمهپالنې خوشحاله ښکاري او وايي:
"پاکستان ته په راتلو زه ډېره خوشحاله یم، د دې ځای خلک ډېر مېلمهپاله دي، موږ تهیې ډېر درناوی راکړ او ډېر یې وهڅولو."
دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې افغان نجونې د بایسیکل ځغلونې په سیالیو کې برخه اخلي او د دې هېواد د رسنیو او د بایسکل ځغلونې د مینهوالو پام ځان ته رااړوي.
د یادونې وړ ده چې که څه هم افغانستان کې د نجونو بایسکل ځغلونه مخینه نهلري، خو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر نجونو دغه ورزش ته مخه کړې او د سیمهییزو او نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.
راپور: ذبیح مومند