د لاسرسي لېنکونه

ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو په اړه پرېکړه نه ده کړې


امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله يوه تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې، ولسمشر ټرمپ تر اوسه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر د زياتولو پرېکړه نه ده کړې.

د ليکنې په پيل کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار ايچ، آر، مکمسټر څرګندونې رااخيستل شوي چې د جمعې په ورځ يې په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته ويلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي په دې اړه له خپل رسمي بهرني سفر وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

ښاغلي مکمسټر ويلي، ولسمشر غواړي د پوځيانو د شمېر د زياتولو د پلان په باب زموږ د متحدانو نظر هم واوري.

د امريکا ولسمشر په پام کې لري روانه ميلادي مياشت سعودي عربستان، ايټاليا، اسرائيل او بلجيم ته سفر وکړي.

ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه کې هم چې د مې پر ٢٥مه په بروکسل کې جوړېږي او د G-7 يا د نړۍ د سترو اقتصادلرونکو هېوادونو په غونډه کې چې په بله ورځ يې په ايټاليا کې جوړېږي، د متحدانو د نظر اخيستو فرصت ولري.

ورځپاڼې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار ښاغلي مکمسټر هغه خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، په څو اوونيو کې به موږ يوې پرېکړې ته ورسېږو او دا په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د موجوده ستونزو په وړاندې د يوې اغېزناکې ستراتيژۍ د طرحې لپاره يو فرصت دى.

سټارس اينډ سټرايپس «STARS AND STRIPES»

په داسې حال کې چې د امريکا متحدو ايالتونو افغانستان ته د نورو پوځيانو پر لېږلو لا خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې، بلې امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس بيا پر دې مسئله ليکنه خپره چې امريکا ښايي د ناټو له نورو غړو هېوادونو غوښتنه وکړي، څو افغانستان ته په زرګونو تازه دمه پوځيان ولېږي.

د ليکنې په پيل کې د يوه امريکايي جنرال په حواله راغلي دغه اضافي ځواکونه د دې لپاره غوښتل کېږي چې د افغان قواوو په روزنه او سلا-مشوره کې مرسته وکړي.

دوى به د امريکا تر مشرۍ لاندې د ترورېزم ضد ماموريت کې هم همکاري ولري.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي، د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال جوزيف ډنفورد به د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ځي چې د ناټو د نورو ٢٧ غړو هېوادونو له دفاع وزيرانو سره پر دې او نورو مسايلو خبرې وکړي.

د ورځپاڼې په باور ښاغلى ډنفورډ به په دې اړه د دې پوځي تړون له غړو هېوادونو سره پر دې بحث وکړي چې پر وسله والو طالبانو او نورو تروريستي ډلو د فشار راوستلو لپاره په افغانستان کې د نړيوالو د پوځيانو د شمېر زياتول مهم دي، څو د دغه هېواد امنيتي وضعيت له لا خرابېدو وساتي.

دا مهال په افغانستان کې شا او خوا ١٣ زره نړيوال سرتېري دېره دي چې څه باندې ٨۴٠٠ يې امريکايان دي.

XS
SM
MD
LG