د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

ملي تدارکاتو اداره: قراردادونو کې څه باندې ۱۸ میلیارده افغانۍ سپما شوي


د ملي تدارکاتو اداره وايي، د يوې منظمې او شفافې پروسې له لارې یې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه زره قراردادونه منظور کړي.

د یادې ادارې چارواکي وايي، سره له دې چې د تدارکاتو اداره ورته د فساد د يوه عامل په توګه په میراث پاتې، خو دوی د تدارکاتو په نظام کې د اصلاحاتو په راوستو سره د میلونونو افغانیو د حیف او میل کېدو مخه نېولې ده.

د دغې ادارې رئیس یما یاري د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل چې د پخوا په پرتله په قراردادونو کې ډېر شفافیت راغلی او میلونونه افغانۍ له دې درکه سپما شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم اقدامات چې تر دې مهال شوي په پایله کې یې څه باندې ۱۸ میلیارده افغانۍ په مستقیم ډول په قراردادونو کې سپما شوي او دا قراردادونه د پخوا سره پرتله کېدای شي، په اقتصادي برخه کې بل ښه‌والی دا راغی چې موږ وتوانېدو، د وزارتونو بېلا بېلې غوښتنې سره يوځای کړو."

ښاغلي ياري همدارنګه وویل چې د ملي تدارکاتو ادارې سل هغه شرکتونه‌یې چې جعلي اسناد يې لرل او په فساد کې ښکېل و د داوطلبۍ له پروسې محروم او په تور لېست کې شامل کړي دي.

د ملي تدارکاتو ادارې د معلوماتو له مخې دغې ادارې په‌خپلو ۹۶ اوونیزو او درېیو اضطراري ناستو کې ۲۴۶۰ قراردادونه ارزولي او له دې ډلې يې ۲۱۰۰ قراردادونه د ۳۴۵ ميلیارده افغانیو په ارزښت منظور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت پنځوس سلنه بودجه د دغې ادارې له لارې لګول کېږي چې ۲۵ سلنه‌يې داخلي توليداتو ته ځانګړې شوې ده.

د دغې ادارې رئیس یما یاري د لازم ظرفیت نه‌موجودیت د يوې ستونزې په توګه يادوي او وايي چې دوی د ظرفیتونو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای له هغو پروژو سمه څارنه وکړي چې د تدارکاتو چارې یې د دوی له لوري بشپړې شوې وي.

که څه هم د تدارکاتو پر ادارې تل داسې نیوکې کېږي چې ګواګې تدارکاتي پروسه‌يې خورا پېچلې او وخت نیونکې ده خو ښاغلی یاری وايي، د لازم دقت له امله د تدارکاتو پروسه وخت نیوونکې وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون يو شمېر غړي بیا د تدارکاتو په اداره کې د پراخ فساد او جوړ جاړیو خبره کوي او په دې برخه کې د اړینو اصلاحاتو غوښتونکي دي.

له دې ډلې یې احمد شاه رمضان وايي:

"کوم قراردادونه چې نن سبا په افغانستان کې کېږي، ټول يې د دوستۍ، اړیکو او رشوت پر بنسټ دي او ورځ تر بلې د ملي تدارکاتو ادارې وضعیت مخ په خرابېدو دی."

ښاغلی رمضان وايي، د ملي تدارکاتو په اداره کې د اصلاحاتو او شفافیت رامنځته کولو لپاره د حکومت سیاسي ارادې او کلک هوډ ته اړتیا ده.

دی وايي، په دغې اداره کې د فساد مخه هغه وخت نيول کېدای شي چې د دغې ادارې واګې رښتینو او په وطن مینو افرادو ته ورکړل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG