د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

مکسیکو تر سوریې وروسته دوهم خونړی هېواد وپېژندل شو


د سيلانيانو د خوښې ځای مکسيکو د نړۍ د دوهم خونړي هېواد په توګه وپېژندل شو او په دې سره دغه هېواد تر افغانستان او عراق هم ډېر خطرناک دی.

د ستراتيژيکو مطالعاتو نړیوال انسټټیوټ په خپله نوې سروې کې چې د وسله‌والو شخړو په اړه ده، ويلي چې مکسيکو تر سوريې وروسته په نړۍ کې تر ټولو ناکراره هېواد دی.

د سيالو جنايتکارو ډلو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې په مکسيکو کې د تاوتريخوالي کچه د لويې جګړې د تاوتريخوالي تر کچې لا زیاته ده او د نښتو له کبله په دغه هېواد کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې شااوخوا ۲۳۰۰۰ مرګونه ثبت شوي دي.

مکسیکو.
مکسیکو.

په سوریه کې د جګړې له کبله تېر کال پنځوس زره کسان او په عراق کې اوولس زره کسان ووژل شول.

همداراز په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړې له کبله شپاړس زره کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په نړۍ کې لس لويې خونړۍ جګړې په سوریه، مکسيکو، عراق، افغانستان، يمن، سومالیه، سوډان، ترکيه، جنوبي سوډان او نايجريا کې روانې دي.

دا پنځم کال دی چې د سوريې جګړه په نړۍ کې تر ټولو مرګونې وه.

د ستراتيژيکو مطالعاتو نړیوال انسټټوټ عمومي رئیس ډاکتر جان چيپمن وايي، د مکسيکو د نښتو تلفات د افغانستان او عراق د جګړو تر تلفاتو زیات دي.

بریتانيا مېشتې ورځپاڼې «دي سن» د ده له خولې ليکلي:

"دا حيرانوونکې ده ځکه دغه تلفات ډېری يې د کوچنیو وسلو د کارولو نتيجه ده، د مکسيکو په دغو شخړو کې توپونه، ټانکونه او هوايي ځواک نه‌دی کارېدلی."

مکسیکو.
مکسیکو.

په مکسيکو کې تاوتريخوالی په داسي حال کې زیات شوی چې جنايتکارې ډلې لکه سينالو کارټېل، لاس زيتاس او هاليسکو نيو جنرېشن کارټېل د سيمو نیولو لپاره له تشدد څخه کار اخلي.

دوی د پيسو لاسته راوړلو په خاطر د هيروئينو په قاچاق او توليد کې لاس لري.

دوی پر امنيتي ځواکونو له مستقيمو حملو نه‌بېرېږي.

په يوه مورد کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په مې مياشت کې جنايتکارانو د مکسيکويي بحري ځواکونو پر ګزمه ډزې پيل کړې چې په‌کې یو د بحري ځواکونو سرتېری ووژل شو.

د مکسيکو بحري ځواکونه د دې هېواد له تر ټولو پياوړو ځواکونو څخه دي.

په همدې نښتنه کې شپږ مشکوک جنايتکاران ووژل شول.

مکسیکو.
مکسیکو.

په سيمه کې ګڼ شمېر جنايتکارې ډلې فعاله دي نو ځکه حمله کوونکي هېڅ معلوم نه‌شول چې له کومې ډلې سره‌یې تړاو درلود.

د وسله‌والو شخړو سروې دا هم څرګندوي چې تېر کال په نړۍ کې د نښتو له کبله تلفات ۱۵۷,۰۰۰ ته کم شول او دا شمېر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۱۶۷,۰۰۰ وو.

XS
SM
MD
LG