د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ارزګان جنګ ځپلې مېرمنې: دولت راسره د مور میرې چلند کوي


په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغو مېرمنو چې د تېرو اتو میاشتنو جګړو پر مهال بې‎سر‎پرسته شوي او یا يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي نن په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې دولت دې د دوی ستونزې حل کړي.

دغه مېرمنې چې نن د شنبې په ورځ د ارزګان ولایت د قومونو او قبایلو چارو امریت مخې ته د احتیجاج په توګه راټولې شوې وې، ادعا يې کوله چې دولت ورسره د مور او میرې چلند کوي او په خبره يې چې هېڅ توجه يې نه ده ورته کړې.

دوی وویل، تر هغې چې حق یې نه وي تر لاسه کړی، کرارې نه کېني.

دوی وايي چې جګړې نه یوازې مالي زیانونه؛ بلکې ځاني زیانونه یې هم ور اړولي او بې سرپرسته شوي دي.

د دغو مېرمنو له ډلې یوې ازادي راډيو ته وویل:

"زما په کور کې د هاوان مرمۍ ولګېده چې دوه مې لوڼې مړې شوې او خاوند مې مړ شو، اوس په کور کې څوک د ګټې وټې نه لرم، تېره شپه مې ډوډۍ نه ده خوړلې."

همدا شان یوه بله مېرمن وایي:

"زما خاوند په کور کې ناست و چې مرمۍ راغله او پرې ولګېد او مړ شو، هغه په دولت کې مامور و، وروسته مې کور وسله‎والو طالبان وسوځاوه، زه او ماشومان يې له کوره وشړلو."

دغه مېرمنې وايي، دولت دې ورسره د خوارکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په وار وار سلګونه ښځو د خپلو حقونو د غوښتلو په هدف احتېجاجیه غونډې کړي؛ خو لايې هم ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي ادارې مسؤلین هم د یادو مېرمنو دغه ستونزې مني او د حل ژمنه يې کوي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې تل يې په دغه ولایت کې مېرمنو ته پوره توجه کړې او اړوندو خیریه بنسټونو ته يې هدایت کړی چې مېرمنو ته لومړیتوب ورکړي او د اړینو توکو مرسته ورسره وکړي.

دوست محمد نایاب.
دوست محمد نایاب.

د ارزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دا منو چې په ارزګان ولایت کې په سلګونه مېرمنې بې سر پرسته شوي او بې‎وزله دي، ولي موږ دومره توانايي نه‎لرو چې د دغو ټولو مېرمنو لاس نیوی وکړو؛ خو بیا هم زموږ هڅې روانې دي چې د دوی لپاره یو څه وکړو، ترڅو دوی له بې‎وزلۍ څخه وژغورل شي."

د یادونې وړده چې په ارزګان ولایت کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د مسؤلینو په خبره څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو څخه بې ځايه شوي؛ خو یوازې له ۸۰۰۰ کورنیو سره يې د لومړنیو توکو مرستې شوي دي.

راپور: شریف لله شرافت

XS
SM
MD
LG