د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

ایروایشیا ویو: افغانستان کې د امریکا سخت انتخاب


د ډیپلوماسۍ او همکارۍ نشتوالی هغه دوه عناصر دي چې د افغانستان جګړه یې شپاړسم کال ته غځولې ده.

دا په ایروایشیا ویو خپرونه کې د احسان محمد احراري لیکنه ده چې سرلیک یې دی:

په افغانستان کې د امریکا سخت انتخاب.

لیکوال وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د بهرنیو جګړو د ژر ګټلو ترڅنګ پر خپل شعار یعنې «لومړی امریکا» او دغه راز د بودجې پر مسایلو چې په نتیجه کې یې امریکایانو ته کار برابر شي، تمرکز وکړي.

د ایروایشیا ویو د لیکنې لیکونکی باور لري چې د افغانستان جګړه کې د سختدریځو ماتول او یا پر سولې تمرکز به امریکا له نورو پوځي شخړو راوګرځوي.

احراري وايي، د بهرنیو جګړو ستونزه دا ده چې پیلول یې اسانه وي خو ختمول یې ګرانه.

امریکا په ۲۰۰۳ میلادي کال پر عراق له یرغله وروسته درس واخېست چې عملیاتي ستراتیژي په اسانه بریالۍ شوه خو مثبت تغییر یې رانه وړلی شو او په کابل کې د طالبانو د رژیم له پرزولو وروسته د امریکا غښتلی پوځ په افغانستان کې نښتی دی.

د ایرویشیا ویو خپرونې د لیکنې لیکوال وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو د جورج ډبلیو بوش له تجربو زده کړه ونه کړه.

بارک اوباما په ۲۰۱۱ میلادي کال له عراقه امریکايي پوځیان وایستل، خو په تدریجي ډول یې بېرته ورولېږل.

امریکا او ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ټول محارب پوځیان وایستل او د جګړې ټولې چارې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د امریکايي او ناټو پوځیانو له وتلو څخه طالبانو او داعش استفاده وکړه او د افغانستان یو شمېر سیمې یې لاندې کړې.

امریکايي چارواکي اوس اندېښنه لري چې که افغانستان ته شا واړوي دا هیواد به بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شي.

په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په غاړه واخېست.

دې ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال، چې لا نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي نه و، په افغانستان کې فعالیت نه درلود.

فارن افېرز خپرونې بیا د امریکا له لوري پر داعش د بمونو د مور استعمال او پر شاهین قول اردو د طالبانو حملې ته په اشارې لیکلي چې نه په یوه ستر بم د افغانستان حالات بدلېدای شي او نه پر لمونځ کوونکو پوځیانو د طالبانو پر سخت برید.

په دې لیکنه کې لیکوال (ګېل لیمن) ویلي چې ټرمپ باید په افغانستان کې د امریکا رول واضیح کړي.

لیکوال وايي چې وروستیو دوو لویو پېښو وښودله چې امریکايي سیاستوالو تر ډېره افغانستان ته شا اړولې ده.

د فارین افېرز خپرونې لیکوال باور لري چې د افغانستان د جګړې د راتلونکې په اړه پوښتنو ته باید ځواب وویل شي چې په لنډ وخت او اوږدمهال کې باید څه وشي.

XS
SM
MD
LG