د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

المپیک ملي کمېټې د بایسکل ځغلونې ۶ لوبغاړو ته جأیرې ورکړې


د ارغوان جام د بایسکل ځغلونې سیالیو کې ۶ لوبغاړو د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له‎خوا جأیزې ترلاسه کړې.

د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ارغوان جام د بایسیکل ځغلونې په سیالیو کې د بامیان ولایت درېيو بایسیکل ځغلوونکو د غرنیو سیمو او دغه‌شان له کابله درېيو بایسکل ځغلوونکو د سړکونو پر سر د ښې بایسیکل ځغلونې له امله جأیزې ترلاسه کړې.

شهزاد وايي، په دغو سیالیو کې له پنځو ولایتونو څخه ۷۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی و.

د ښاغلي شهزاد د معلوماتو له مخې، د دغې سیالۍ فاصله ۷۰ کېلو متره ټاکل شوې وه چې له کابله تر ګل ‎غونډۍ پورې وه.

په کابل کې د ارغوان جام د بایسکل ځغلونې سیالۍ د غویي یا ثور په نهمه ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG