د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۸

روسیه کې په دوو جلا پېښو کې ۱۴ سخت دریځې نیول شوي


د روسیې کورنۍ امنيتي اداره وايي چې نن يې په دغه هېواد کې دوولس اسلامي سخت دريځي نيولي دي.

یاده اداره وايي، د پنجشنبې په ورځ يې په کالیننګراد سیمه کې له یوې اسلامي سخت دريځې ډلې سره د تړاو په تور دوولس مشکوک کسان نیولي دي.

په همدې ورځ د فدرال امنيتي خدماتو ادارې اعلان کړی چې په يوه جلا پېښه کې په يوژنو سخالینسک ښار کې دوه داعش سخت دريځي نیولي دي چې غوښتل يې د روسیې په لېري ختيځ کې د لوړې کچې حملې وکړي.

د فدرال امنيتي خدماتو اداره وايي چې په کليننګراد کې نيول شويو دوولسو کسانو د جهاد جماعت مجاهدين په نوم د يوې اسلامي سخت دريځې ډلې سره تړاو درلود او د منځنۍ اسیايي هېوادونو څخه دي.

دغې ادارې ويلي چې دا کسان ښايي د استخدامولو په فعاليتونو کې لاس ولري.

ازبکستان د دې ډلې د مشر نوم په هغه لېست کې شامل کړی وو چې باید توقيف شي.

دغې روسۍ ادارې اضافه کړې چې غواړي توقيف شوي کسان خپلو هېوادونو ته ولېږي چې هلته د ترورېزم په تور محاکمه شي.

د بشري حقونو ادارې وايي، که مشکوک کسان له روسيې څخه ازبکستان ته تر لېږل شي، هلته به له احتمالي ځپنې او شکنجې سره مخامخ شي.

کاليننګراد د پولند او ليتونیا تر منځ پروت يو ښار دی او د روسیې مهم نظامي ځای دی.

دا په روانه مياشت کې درېيم ځل دی چې روسيه د منځني ختيځ هېوادونو پر خلکو له ترورېزم سره د تړاو تور پوري کوي.

روسي چارواکي وايي، په سان پيترزبورګ کې د ټرین په تمځای کې د اپرېل د درېيمې بمي چاودنه چې پکې شپاړس کسان ووژل شول، يوه ازبک او يوه روسي تبعه کړې وه چې په قرغزستان کې زېږېدلی وو او په وژل شويو کې وو.

روسيې له دې حملې سره په تړاو لس کسان نیولي دي چې له منځنۍ اسيا هېوادونو دي.

دې امنيتي ادارې ويلي د داعش له دوو نيول شويو ملاتړیو څخه يو د يوه منځنۍ اسیايي هېواد وو چې نوم یې نه دی ياد شوی.

د دې ادارې په وینا، د يادو نیول شويو مشکوکو کسانو په کورو کې يو بم چې په کور کې جوړ شوی وو، د داعش د پروپاګند کاغذونه، د بمونو جوړولو لارښود او تلیفونونه وموندل شول.

دغې ادارې ويلي چې دواړو نيول شويو کسانو د لوړې کچې حمله پلانوله.

داعش د دغې امنيتي ادارې پر يوه دفتر د تېرې اوونۍ د حملې مسئوليت ومانه چې پکې دوه کسان وژل شوي وو.

خو چارواکو رد کړه چې دغه حمله او داعش تړاو سره لري.

دوی وويل چې اوولس کلن روسي نژاده حمله کوونکی وويشتل شو او له نازیانو سره يې تړاو درلود.

XS
SM
MD
LG