د زابل چارواکي په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش وسلهوالو پر ضد په روانو عملیاتو کې بهرنيو وسلهوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د زابل د والي ویاند ګلاسلام سیال ازادي رادیو ته وویل چې د تېرو دوو شپو راهیسې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد د افغان او بهرنیو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دغې ډلې اته بهرني وسلهوال وژل شوي او شپږ نور نیول شوي دي.
د سیال په وینا په نیول شویو وسلهوالو کې د دغې ډلې یو مهم قوماندان خالد اخندزاده، یو چینایي تبعه او دوه نورې بهرنۍ مېرمنې شاملې دي.
د سیال په خبره د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې دغه وسلهوال په هوايي عملیاتو او مخامخ جګړه کې نیول شوي او وژل شوي دي.
ښاغلي سیال زیاته کړه:
"د بهرنیو جنګیالیو په شمول اته تنه وژل شوي او شپږ تنه چې دوه مهم قوماندانیې خالد اخندزاده، یو چینايی، دوه نورې بهرنۍ مېرمنې چې ولایت ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس په مخامخ جګړه کې نیول شوي دي."
بلخوا یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوې مېرمنې ازبکستانی دي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک اړوند د داعش وسلهوالو پورې اړه لري.
زابل د افغانستان په جنوب کې یوازنی ولایت دی چې د داعش وسلهوالو پراخ حضور پهکې تائید شوی دی.
تر دې مخکې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دغه ولایت په خاک افغان، ارغنداب، شملزو او دایچوپان ولسوالیو په لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش وسلهوالو چې زیات برخه کې يې بهرنیان دي، روزنیز مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي تر څو په راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځینې واخلي.
راپور : محمد صادق رښتینی