د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۷

امرخېل: د غزني په عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي


د غزني ولایت سیمه‌يیز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د دعوت په نوم پیل شویو پوځي عملیاتو کې د دوو قوماندانو په ګډون ۱۲ وسله‌وال طالبان وژلي او ۱۴ نور يې ټپيان کړي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال امین‌ا‌لله امرخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات د غزني ولایت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې ترسره شوي چې پر مهال‌يې د غزني ښار اړوند ۶ کلي هم له وسله‌والو طالبانو پاک کړي او د وسله‌والو طالبانو دوه عرادې موټر يې هم د افغان هوايي ځواکونو په مرسته له‌منځه وړي دي.

د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل
د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"په غزني کې د دعوت په نوم پیل شوي عملیات ډېر په بریالیتوب سره پر مخ روان دي، دښمن اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، له عامو خلکو مو غوښتنه دا ده چې د خپلو افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي."

ښاغلي امرخېل وایي، دا عملیات ځکه بریالي دي چې د دوی لور ته کوم زیان نه‌دی اووښتی.

نوموړی وایي:

"دغه عملیات له نورو سره توپیر لري، په دې عملیاتو کې موږ نوي تکتیکونه کاروو، نو ځکه زموږ لوري ته کوم زیان نه‌اوړي."

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې په دغه ولایت کې عملیات تش په نوم ترسره کېږي او دا عملیات به هم کومه مثبته پایله ونه‌لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG