د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

۷۳ کلنې اعظم طالقاني انتخاباتو ته د کاندیدې په توګه نوم ولیکه


درې اویا کلنې اعظم طالقاني چې نیم عمر د ښځو لپاره په حق غوښتلو تېر کړی د ایران جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدې په توګه نوم ولیکه.

تر اوسه هېڅکله کومه مېرمن د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په وروستي نوملړ کې نه ده شامله شوې.

طالقاني د پښو د کمزورتیا په سبب په ډېرې سختۍ په تهران کې د نوم لیکنې لپاره د کورنیو چارو وزارت د ودانې له زینو پاس وختله.

د بشري حقونو فعالانو ویلي د طالقاني د نوم لیکنې د سږ کال انځور چې امساوې یې لګولي او د نوم لیکنې دفتر ته روانه وه یو قوت په ډاګه کوي.

هغې د ۱۳۷۶ او ۱۳۸۸ کلونو په انتخاباتو کې هم د کاندیدې په توګه نوم لیکلی و خو هېڅکله بل پړاو ته ونه وتله.

طالقاني د نوم لیکنې پر وخت وویل چې: "راغلم څو د "رجال سیاسي" خبره سپينه کړم."

د اعظم طالقاني دې کار یو ځل بیا د ایران سختدریځه "ساتندویه شورا" ننګولې هغه شورا چې د ګڼو نورو پرېکړو تر څنګ چې په ایران کې د جمهوري ریاست کاندیدان انتخابوي.

اعظم طالقاني د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل چې: "ښځې د ایران شااوخوا پنځوس فیصده نفوس جوړوي، نو دا حق جوړېږي چې دا هېواد لږ تر لږه یوه ښځه کاندیده هم ولري."

طالقاني د مذهبي مشر ایت الله طالقاني لور ده.

د ښځو د حقونو لپاره د یوې خپرېدونکې مجلې مسؤله پاتې شوې او بیا وروسته چې کله د رژیم له خوا مجله بنده شوه د مېرمنو د حقونو لپاره یې بیا هم خپله مبارزه جاري وساتله.

د همدې مبارزې د جاري ساتلو په خاطر هم طالقاني تر نورو توپیر لري.

که څه هم په ایران کې دولتي رسنیو د هغې د فعالیتونو او د ولسمشرۍ انتخاباتو په خاطر د کاندیداتورۍ د لېوالتیا خبرونه نه دي خپاره کړي خو بهر مېشتي ایرانیان او د بشري حقونو فعالان یې کارونه ستايي.

شادي صدر ازادي راډیو ته په ټيلیفوني خبرو کې د طالقاني عظم د ستایلو وړ وباله.

د ښځو د حقونو فعاله شادي صدر وايي:

"که څه هم پوهېږي چې هر ځل په دې خاطر چې ښځه ده کاندیداتوري یې ردېږي خو بیا هم خپله مبارزه جاري ساتي، د دې لپاره چې لږ تر لږه له ښځو سره روان تبعیض خلکو ته وښيي، زما په نظر غواړي یو ډول ښکاره کړي چې په دې تبعیض څومره کلونه ووتل او دې لا هم مبارزه روانه کړې ده."

د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره وروستي کاندیدان د ساتندویه شورا له خوا انتخابېږي او دا ځل هم کېدای شي د طالقاني په شمول له څه باندې سلو مېرمنو چې نومونه یې لیکلي یوه هم وروستي لېست ته ونه وځي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG