د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ټیلرسن: ایران نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ تمویلونکی هېواد دی


د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي ایران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ تمویلونکی هېواد دی.

هغه وویل چې امریکا متحده ایالتونه د ایران په اړه خپله پالیسي ارزوي او ګوري چې ایران څومره اټمي تړون ته متعهده دی او ایا په سیمه کې د امریکا د ګټو زیانمنولو ته دوام ورکوي که یې له دې کار لاس اخیستی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره پر اټمي تړون سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه تړون ایران په یوه اټمي هېواد له بدلېدو نه دی پاتې کړی.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په واشنګتن کې د ایران په اړه د امریکا د پالیسۍ د ارزونې په باب خبري کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل ایران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ تمویلونکی دی او د امریکا ګټې ننګوي.

"ایران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ تمویلونکی هېواد دی، د بېلابېلو لانجو د زیاتېدو مسؤل دی او په سوریه، عراق، یمن او لبنان کې د امریکا ګټې له خطر سره مخ کوي، پر اسرائیل باندې له حملو ملاتړ کوي، یو نه کنټرولیدونکی ایران به په هغه لار لاړ شي چې شمالي کوریا تللې ده او ټوله نړۍ ورسره مخ ده."

خو ایران تل ویلي چې د اټمي وسلې د جوړولو نیت نه لري.

د ایران او د امریکا متحده ایالتونو په شمول د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ اټمي تړون، پر تهران باندې لګول شوې ځینې اقتصادي سزاګانې لیرې کړې او په مقابل کې يې ایران ومنله چې له خپلو حساسو اټمي فعالیتونو لاس اخلي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې د ریکس ټیلرسن له پرونیو خبرو دا ښکاري چې دی به د اسرائیل او سعودي عربستان هېوادونو په شمول له ایران سره د اټمي تړون د سرسختو منتقدانو ملاتړ وکړي.

ریاض او تل ابیب ادعا کوي چې دغه تړون نه دایران اټمي صنعت تړلی او نه يې په سیمه کې د ایران نور تیري ته پاملرنه کړې.

اخوا د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس هم د ایران په اړه څرګندونې کړې دي.
هغه پرون د عربستان په پلازمېنه ریاض کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په سیمه کې د ایران د ملېشو اغېزې له ورایه لیدل کېږي:​

جیمز متېس.
جیمز متېس.

"اوس وخت موږ په ټوله سیمه کې د ایران د ملېشو اغېزې ګورو، ایران د لبنان له حزب الله ډلې ملاتړ کوي، دا ملېشې زرګونه جنګیالي لري، طبعاً ایران به په سوریه کې هم ملېشې ولري او د بشار اسد د واک د دوام لپاره به هڅه کوي، هر چېرته چې ګورئ چې ستونزه ولري ایران همالته دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پنجشنبې په ورځ په لبنان کې ویلي چې امریکا متحده ایالتونه باید د ایران د ملامتولو پر ځای د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته متعهده پاتې شي.

که څه هم له ایران سره اټمي تړون له نړۍ سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې او نورې سیاسي همکارۍ زیاتې کړي خو په دننه هېواد کې یې لا هم مخالفین موجود دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ویلي که چیرته واشنګټن اټمي تړون لغوه کړي تهران به هم په متقابل اقدام لاس پورې کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG