د لاسرسي لېنکونه

ولسمشر غني: نیمروز ولایت به چابهار بندر سره وصل شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نیمروز ولایت به له چابهار بندر سره وصل شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني ویلي له چابهار بندر سره د نیمروز نښلول د سیمي په اقتصادي وده کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ نیمروز ته د خپل سفر پر مهال چې د کمال خان اوبو بند د دریم فاز د افتتاح لپاره هلته ورغلی وو، د نیمروز له ځایې چارواکو سره د لیدو پرمهال دا خبره کړې ده.

چابهار بندر په ایران کې هغه بندر دی چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزي راکړي ورکړي له اړخه د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د چابهار بندر له پراخېدو سره افغانستان کولی شي له پاکستان پرته روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی ولري او خپله راکړه ورکړه له دغو هېوادونو سره ډېره کړي.

XS
SM
MD
LG