ګرجستان په کابل کې د امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي په هدف د کابل ګارنېزیون سره د څه باندې درېیو لکو ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته وکړه.
د کابل ګارنېزیون مسؤلین د ګرجستان لهخوا د درې سوه شل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته د کابل ښار د امنیت او د ترورېستي پېښو د مخینوي په برخه کې اغېزمن ګڼي.
په مرسته شویو وسایلو کې عصري کمرې، ستر سکرینونه، کمپیوټرونه، نشراتي الې او پرمختللي استخباراتي وسایل شامل دي.
د کابل ګارنېزیون رئیس ګل نبي احمدزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه رسنیو ته وویل:
"دا کمک به له یوه اړخه په هماهنګۍ کې ډېر ښه رول ولري،بلې خوا ته د کابل ښار د امنیت د ټينګښت په برخه کې هم مهم رول لوبوي او له دغو وسایلو به په ډېره ښه او لوړه کچه کار واخیستل شي."
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کابل ښار کې د جرایمو او ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه او د دغې جرګې مشر په کابل کې د نا امنیو د مخنیوي په هدف د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه اړوند امنیتي چارواکي د وضاحت لپاره وروبولي.
همدارنګه "جي. ای. زېډ" یا د جرمني پرمختیايي ادارې د افغانستان د څانګې مشر هم څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د ناامنیو او وسلهوالو طالبانو د تشدد له وېرې په کابل کې یې خپل دفترونه پرېښي او يوه بل ځای ته کډه شوي او دغهشان په ښار کې د دوی د کار کوونکو پر ګرځېدو هم بندیزونه لګېدلي دي.
همدارنګه د يو شمېر وروستیو راپورونو له مخې کابل ښاریانو هم په وار وار سره د ناامنیو او جنايي جرمونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې يې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
کابل د وېرې، جنايي پېښو، تښتوونې او وسلهوالو غلاوو ښار
کابل ښاریان، پولیس د جنايي پېښو مخنیوي کې په ناغېړۍ تورنوي
کابل کې د جنايي پېښو زیاتېدو اندېښنې راپارولي
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ بیا وايي چې يو شمېر مغرضې کړۍ او افراد د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅه کوي چې په منفي تبلیغاتو سره حکومت او پولیس بدنامه کړي.
د کابل امنیه قوماندان حسنشاه فروغ وايي، پولیس تر بل هر وخت اوسمهال ډېر فعاله دي او په خبرهيې په جنايي او ترورېستي پېښو کې هم د پام وړ کموالی راغلی.
نوموړي زیاته کړه:
"دا چې په تېرو ۱۶ ورځو کې يوازې اووه پېښې رامنځته شوي دا د دې ښودنه کوي چې د پېښو ګراف څومره ټيټ شوی او حقیقت دا دی چې جرایم تر ډېره حده کم شوي."
خو له دې ټولو سره-سره د پوځي چارو کارپوه باري عارض دا ډول مرستې د امنیت د ټينګښت لپاره مهم ګڼي خو د کارونې لپارهيې پر ظرفیت جوړونې ټینګار کوي.
ښاغلی عارض وايي، امنیتي حالاتو ته په کتو باید هڅه وشي چې د امنیتي ارګانونو ظرفیتونه لوړ شي څو له مرسته شویو عصري وسایلو څخه سمه ګټه واخیستل شي.
تر دې وړاندې چین هېواد هم د کابل ښار د امنیت تأمین لپاره له افغان حکومت سره د تلاشۍ او پلټنې وسایلو مرسته کړې وه.
د چین لهخوا مرسته شوي وسایل د کورنیو چارو وزارت ته تسلیم شول
جاهد: د چین مرستې به د کابل له امنیت سره مرسته وکړي
راپور: واصل وصال