د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د وزارتونو او نړیوالو بنسټونو د همغږۍ په خاطر ۱۰ واحدونه جوړ شول


د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د وزارتونو او نړیوالو بنسټونو تر منځ د شته ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره‌یې د همغږۍ د رامنځته کولو ۱۰ واحدونه جوړ کړي دي.

د دې ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي د پنجشنبې ورځې په اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې دا واحدونه د وزیرانو شورا د دارالانشا او فرعي کمېټو په مرسته جوړ شوي دي.

هغه وايي، اجرائیه ریاست په دې باور دی چې له دې واحدونو سره به د وزارتونو او بنسټونو تر منځ همغږي او همکاري زیاته شي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي

نوموړی وايي:

"د افغانستان د وزارتونو او د نړیوالو بنسټونو سره همکاري کله-کله د ستونزو او ګواښونو سره مخ وه، په همدې اساس په اجرائیه ریاست کې دا پرېکړه وشوه چې د وزیرانو شورا په مرسته دې په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې د وزارتونو او بنسټونو تر منځ د همکارۍ واحدونه جوړ شي څو په سترو پراختیايي پروګرامونو کې د حکومت هدف تعقیب کړي."

ښاغلی رحیمي وايي چې له دې ډلې یې د کډوالو، خصوصي سکټور، د اداري فساد ضد، د ښځو او ماشومانو د وړتیاوو لوړولو او د پراختیايي اهدافو د همغږۍ واحدونه جوړ او په کار یې پیل کړی دی.

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې د ځوانانو لپاره د کار موندنې، مسلکي زده‎کړو، د لرغونو هنرونو د ساتنې، د بنسټ پالنې څخه د مخنیوي، د چاپېریال ساتنې او د روږدو کسانو د علاج هغه نور واحدونه دي چې د همغږۍ د رامنځته کېدو لپاره جوړېږي.

خو پوښتنه دا ده چې دا ادارې به دا ستونزه لا ‌ډېره او نویو سیالیو ته زمینه برابره کړي که رښتیا یې هم د جوړېدو اړتیا ده؟

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وايي، که حکومت د هر بنسټ او واحد له تشکیل سره لازم څار هم ولري د واحدونو جوړول بد کار نه‌دی.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس
د مشرانو جرګې غړی نثار حارس

نوموړی وايي:

"زموږ نظر په دې اړه مثبت دی ولې هیله‌مند یو چې د ملي وحدت حکومت چې دا واحدونه رامنځته کوي وکولای شي له دې بنسټونو سمه استفاده وکړي او په بېلابېلو برخو کې وړ کسان وګماري څو په دې برخو کې سم کارونه وکړي خو که دا کسان په فساد ککړ وي بدبختانه بیا به هم وضعیت هماغسې وي."

خو د چارو څيړونکی میر سردار ځدراڼ وايي، د ملي وحدت حکومت مشرانو د خپلو ځينو کسانو د خوشحاله ساتلو لپاره د سالاکارانو په نوم لسګونه اضافي بستونه جوړ کړل خو اوس ښکاري چې د همغږۍ د واحدونو په پلمه پاتې نور کسان خوشحاله ساتي.

هغه وايي، د ورته ادارو تېرو کارونو ته په کتو د همغږۍ دا واحدونه یوازې اضافي تشکیل بلل کېدای شي نه د وخت اړتیا.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG