د بایسکل ځغلونې فدراسیون د ملي لوبډلې دوه تنه ښځینه بایسکل ځغلونکې فرانسې ته لاړې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د نشراتو برخې مسؤلې عاطفې محبوبي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې معصومه عليزاده او زهرا عليزاده د فرانسې په بلنه د تل لپاره هغه هېواد ته لاړې.
اغلې محبوبي وايي چې معصومه او زهرا له دې وروسته د فرانسې د بایسکل ځغلونې په لوبډله کې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په نوم سیالۍ کوي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې دغو دواړو ښځینه بایسکل ځغلونکو تېر کال هم د فرانسې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د بُرنز او سپینو زرو مېډالونه اخیستي وو.