د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

کابل کې د شطرنج فدراسیون انتخاباتي سیالۍ پیل شوې


په کابل کې د شطرنج فدراسیون انتخاباتي سیالۍ نن پنجشنبه پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د هېواد د ۲۰ ولایتونو د لوبغاړو تر منځ په دوه کټګوریو کې د لویانو او ځوانانو تر منځ ترسره کېږي.

د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به شپږ ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG