د چهارشنبې په ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ملي ثبات ټولنې د خپل دفتر پرانيستې غونډه وکړه چې په دې غونډه کې د پکتيا نېږدې څلور سوه ځوانانو، مشرانو او مېرمنو برخه اخيستې وه.
په دغې غونډه کې چې د ملي ثبات ټولنې د ولايتي دفتر جوړېدو او پرانيستې په موخه له ولسونو سره وشوه يو شمېر قومي مخورو د دې ټولنې د دفتر جوړېدو د ستاينې تر څنګ له افغان ولسمشر اشرف غني څخه خپله ګېله څرګنده کړه.
د پکتيا قومي مشر او په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د افغان ولسمشر اشرف غني د کمپاين د دفتر مرستيال جنت خان منګل وويل:
"کومې وعدې او قولونه چې د جناب ډاکتر صاحب اشرف غني له لوري له پکتياوالو سره شوې وې په هغهيې وفا نهده کړې او پکتياوال هغو ته سترګې په لار دي اوس هم هغه باندې غږ کوم چې که چېرته اوس هم خپلې وعدې پوره نهکړي ټول خلک د دوی کارونو ته ګوري او په راتلونکي کې د دې ولسونو څخه يوه تمه هم ونهلري."
يوازې ده له ولسمشر څخه شکايت ونهکړ بلکې د ولايتي شورا او د پکتيا ځوانانو په استازيتوب د پکتيا ولايتي شورا ځوان وکيل محمدالرحمن قادري هم ولسمشر ته د هغه کړې ژمنې وريادولې:
"افغان ولسمشر اشرف غني خلکو سره ديارلس وعدې کړې وې چې تر دې مهالهيې يوه هم نهده پوره کړې او بيا به ولسمشر په کومه خوله د مرستې غوښتنه کوي."
ده دا هم وويل چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د افغان ولسمشر اشرف غني دغه چلند ته په کتو ښايي دوی د هغه ملاتړ ونهکړي.
په دغې غونډه کې د ملي ثبات ټولنې مشر ضياالحق امرخېل ته د پکتياوالو مشرانو او ځوانانو ته د وياړ لونګۍ ور په سر کېدو وروسته هغه په سټېج د خپلې برنامې ذکر کولو او دفتر پرانيستې د موخې روښانه کولو وروسته له ولسمشره د پکتياوالو ګېلې پر ځای وګڼلې او په هغهيې غږ وکړ:
"ای ولسمشره! له پکتياوالو سره دې چې په ټاکنو کې کومې ژمنې کړې وې هغه ولې نهپوره کوې، ای ولسمشره! ولې د پکتياوالو غږ نهاورې، ولې هغه وعدې نه پر ځای کوې چې د سولې او ثبات لپاره دې کړې وې، ای ولسمشره! کله دې چې له پکتياوالو څخه رأيه غوښتله نن ولې له هغوی څخه سالم نماينده نهلرې؟ ای ولسمشره! ولې د دوی له ډلې کمېشنکار ټاکې، په کار ده چې هميې رأيو ته په کتو غږ واورې، هميې سالم نماينده په نظام کې ولرې او هميې خبرو او مشورو ته د سولې او ثبات په برخه کې غوږ کېږدې."
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې پخوا تر دې هم په پکتيا کې يو شمېر سياسي ټولنو او ګوندونو دفترونه پرانيستي او خپل فعاليتونه ترسره کوي.
راپور: داود تپان