د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د افغانستان ټکواندو ټیم د ایران فجر جام سیالیو کې درېیم شو


د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډلې د ایران د فجر جام سیالیو په لړ کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ درې ورځې مخکې د ایران په کوربه‎توب پیل شوې وې چې د ټکواندو ملي لوبډلې د سیالیو په وروستۍ ورځ د درېیم مقام په خپلولو سره درې مډالونه واخیستل.

د ایران د فجر جام په سیالیو کې په ۲۰ لوبډلو کې ۱۱۸ لوبغاړو له افغانستان، ایران، هندوستان، عراق، لوکزامبورګ، سوریې، یونان، آذربایجان او ارمنستان څخه ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG