د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۵

پاکستاني پوځ پر خپله خاوره د نیابتي جګړو پلانولو تورونه رد کړي 


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د امریکا د ملي امنیت له سلاکار مک‎مسټر سره په لیدنه کې له خپلې خاورې د نیابتي جګړو پلانول رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر د یکشنبې په ورځ د کابل او د دوشنبې په ورځ اسلام‎اباد ته سفر وکړ او له افغان او پاکستانیو چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې پر عمومي وضعیت خبرې وکړې.

مک‎مسټر کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان له یوه شخصي تلویزیون "‌طلوع نیوز" سره په مرکه کې د پاکستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو:

"پاکستان ته د ګټو د تعقیب تر ټولو ښه لار ډپلوماسي ده، نه دا چې د تاوتریخوالي منځته راوړونکې نیابتي ډلې وکاروي."

خو د پاکستان پوځي مقامات له خپلې خاورې د نیابتي جګړو پلانول رد کړي او وايي چې له امتیاز او توپیر پرته يې د ټولو ترهګرو پر ضد اقدام کړی دی.

د پوځ د مطبوعاتي دفتر ویاند اصف غفور د سې شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې خبرپاڼه کې ویلي:

"مک‎مسټر ته د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد د پوځي عملیاتو او همدا راز د سیمې او د نړۍ د سولې په لړ کې د پاکستان د هڅو په اړه لنډ معلومات ورکړل شول."

خبرپاڼه کاږي چې د پوځ مشر د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته پر پاکستان د نیابتي جګړو په لړ کې د خپلې خاورې د کارېدو تورونه رد کړي او په خبره یې:

"پاکستان پر خاوره د نیابتي جګړو د پلانولو تورونه په کلکه ردوي، ځکه چې دا هېواد په‎خپله د ریاستي ترهګرۍ ښکار دی."

که څه هم د پوځ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د لیدنې نور تفصیلات نه دي په ډاګه کړي، خو وايي چې:

"د مک‎مسټر د ترهګرۍ او د ترهګرو د زیربناوو د له‎منځه وړلو په لړ کې د پاکستاني پوځ هلې ځلې منلي او په سیمه او نړۍ کې یې د سولې او ثبات راوستو په لړکې د امریکا د همکاریو ډاډ ورکړی. "

د یادونې وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدا وروسته پاکستان او افغانستان ته دا د جګپوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG