د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ټولنیزو رسنیو خوستي ځوانان ټولنیزو چارو ته هڅولي


د خوست یو شمېر ځوانان او روڼ اندي وايي چې ټولنیزو رسنیو خلکو ته د فکر د څرګندولو فرصت ورکړی، مالوماتو ته‌يې لاسرسی اسان کړی او په‎دې وروستیو کې يې د ځوانانو تر منځ ملګرتیا ډېره کړې ده.

دوی یادې څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې د ټولنیزو رسنیو د اغېز او ارزښت په تړاو جوړې شوې روزنیزه برنامه کې وکړې.

د یاد مرکز مشر نصیر احمد روښان ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرامونو څخه‌يې موخه د ټولنیزې مېډیا مسلکي او سمه کارونه ده.

نصیر احمد روښان زیاتوي:

"ټولنیزه مېډیا نن ورځ نړۍ کې خپل ځای لري، په دې وروستیو کې ډېری افغانان هم انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري، په ډېرو مواردو کې ځوانان لیدل کېږي چې له سوشیل مېډیا استفاده کوي، دا چې په څه ډول ټولنیزه مېډیا مسلکي او سمه وکاروي، په دې برخه کې لنکن مرکز مشخصې برنامې لري، تر څو دوی ته روزنه ورکړو څو ټولنیزې مېډیا نه په څه شکل او سمه استفاده وکړي."

د یادې ناستې ګډون‎وال مدني فعال مرجان هڅاند وايي چې ټولنیزې مېډیا ځوانان سره نېږدې کړي او په عامه پوهاوي کې يې اغېزمنه تمامه شوې ده.

مرجان هڅاند زیاتوي:

"په خوست کې ټولنیز یا سوشیل مېډیا پر ځوانانو باندې ډېر تأثیر کړی دی، ځوانان‌يې سره راټول کړي دي، په ډېر لږ وخت کې د ډېرو مسئلو څخه خبرېږي، نو دوی معلوماتو ته لاسرسی لري او که وغواړي کولای شي، په ډېرې اسانۍ سره خپل نظر له نورو سره شریک کړي."

په وروسیتو کلونو کې افغان حکومت او یو شمېر مرستندویه ادارو هڅه کړې چې پوهنتونونه او نور علمي او اکاډمیک مرکزونه معیاري او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو یو تن استاد محمد رفیق جنبش هم وايي چې یاد پوهنتون تر یوه بریده په معاصره ټکنالوژۍ سمبال شوی، له همدې کبله استادان او محصلان‌يې تر ډېره د مسایلو د څېړنې او پلټنې لپاره انټرنټي سایټونه او ټولنیزه مېډیا کاروي.

محمد رفیق جنبش وايي:

"ډېری استادانو محصلانو ته د اسېسمنټ یا د کورنۍ وظیفې لپاره پاڼې جوړې کړې دي، هر پوهنتون د فېس‌بوک پر پاڼه رسمي اکونټ لري، د هغې نه هم د ځانونو د خبر ساتلو او د نصاب د کتلو لپاره ګټه اخلي، محصلان د ابډېټ مسایلو نه‌خبرېږي، په ځانګړي ډول د ژورنالیزم، حقوقو او د نورو ټولنیزو علومو محصلان له نویو مسئلو ځانونه د فېس‌بوک له لارې خبروي."

ټولنیزو رسنیو تر ډېره د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د خلکو او ځوانانو د فکرونو او نظرونو څرګندولو ته هم زمینه برابره کړې ده.

د یادې برنامې یو تن کلیوال ګډونوال په دې اړه وايي:

"نوم مې عبدالمالک دی، هغه خلک چې د ښار څخه په واټن کې وي او نه‎شي کولای چې ښار ته راشي، هغوی هم کولای شي، له انټرنټي سایټونو ښه استفاده وکړي، خلکو ته خپل نظرونه ورکولای شي، ځکه هر وخت ښار ته د مسایلو د خبراوي په خاطر نه‎شي راتلی."

یاده دې وي، په تېرو شااوخوا لسو کلونو کې په افغانستان ټکنالوژۍ تر بل هر څه ډېر پرمختګ کړی او دا مهال د هېواد په نېږدې ټولو لویو ښارونو کې انټرنټي اسانتیاوې شته.

انټرنټ او کمپیوټر یوازې د افغانستان په حکومتي ادارو او نورو ناحکومتي ادارو کې د ورځنیو دفتري چارو لپاره نه‌کارول کېږي، بلکې اوس له انټرنټه ډېری لوستي اوزګار ځوانان د کار موندنې د یوې سرچينې په توګه هم کار اخلي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG