د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

هوتک: د وزیري کرکټ لوبډلې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه


د کرکټ د جي پي سولې لیګ سیالیو په لړ کې د وزیري لوبډلې د سپین غر لوبډلې نن ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې لومړی بیټینګ وزیري لوبډلې پیل کړ په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه خو د سپین غر لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره نه‌کړ او لوبه‌یې وبایلله.

دغه سیالۍ د کابل الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

ښاغلی هوتک وايي چې دغه سیالۍ به ۵ ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG