د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۶

المپیک ملي کمېټه: افغان حکومت دې لوبغاړو ته پاملرنه ډېره کړي


د افغانستان د المپيک ملي کمېټې عمومي مجمعې له افغان حکومته وغوښتل چې افغان لوبغاړو ته پاملرنه ډېره کړي.

د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې ترراتلونکې يوې میاشتې پورې د اسلامي هېوادونو ترمنځ المپيکي سیالۍ د اذربایجان په پالازمېنه باکو کې ترسره شي.

ښاغلي شهزاد وویل چې په باکو کې د کېدونکو سیالیو په اړه د بېلا بېلو لوبو د فدراسیونونو مشرانو د المپيک په ملي کمېټه کې ناسته وکړه او له افغان حکومته يې وغوښتل چې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره افغان لوبغاړو ته امکانات برابر کړي.

د اسلامي هېوادونو دغه سیالۍ په نړيواله کچه ډېره مهمې سیالۍ ګڼل کېږي چې په بېلا بېلو رشتو کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG