د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

شاکر: ښايي راتلونکې لوبه کې د ارمان ترڅنګ نبي هم لوبېږي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کلکتې په وړاندې په راتلونکي لوبه کې ښايي د راشد ارمان ترڅنګ نبي عیسی خېل ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شي.

د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر نن ازادي راډیو ته وویل، د دې امکان شته چې د بنګله دېشي مستفیض الرحمن چې په تېره سیالۍ کې د حیدراباد لوبډلې لپاره ښه نه و ځلېدلی پرځای يې نبي عیسی خېل ته د لوبېدو موقع ورکړل شي.

کوم بهرنی لوبغاړی مستفیض الرحمن چې په تېره لوبه کې يې ډېرې منډې ورکړي وې او ټپی هم دی نو ډېر چانس شته چې پرځای یې نبي عیسی خېل ته موقع ورکړل شي.

راشد ارمان او نبي عیسی خېل هغه دوه افغان لوبغاړي دي چې د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لخوا اخېستل شوي او د دغه لوبډلې په تېرو دریو سیالیو کې تردې مهاله نبي عیسی خېل ته د لوبېدو موقع نه دې ورکړل شوې خو راشد ارمان بیا په دغو سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.

XS
SM
MD
LG