د لاسرسي لېنکونه

رای ورکوونکي: د ترکیې سياسي سيسټم کې تاريخي اصلاحات راولو


په ترکيه کې د ټولپوښتنې رايه ورکوونکو ويلي چې د خپل هېواد په سياسي سيسټم کې به تاريخي اصلاحات راولي.

دوى ويلي چې دغه ټولپوښتنه به چې سبا يکشنه کېږي د دغه هېواد د تاريخ لورى بدل کړي.

رايه ورکوونکي به دا پرېکړه کوي چې ايا په اساسي قانون کې تعديلات راولي که نه؟ چې له مخې يې پارلماني سيسټم په رياستي سيسټم اوړي.

د ترکيې د حکومت د اپوزېسيون د خلکو جمهوريت ګوند مشر کمال کليچ دار اوغلو پرون جمعه په استانبول کې يوه کنفرانس ته وويل ترکان بايد په دې ټولپوښتنه کې دقت وکړي:

"راځئ په ګډه د ترکيې جمهوريت خوندي کړو، راځئ لانجو ته لاس وانه چوو او خپل جمهوريت ويجاړ نه کړو، راځئ د خپلو ګرانو اولادونو پر راتلونکي قمار ونه وهو."

که په اساسي قانون کې دغه تعديلات تصويب شي، له صدراعظم څخه به زيات صلاحيتونه ولسمشر ته انتقال شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پر دغو تعديلاتو ډېر ټينګار کړى دى.

د اردوغان ملاتړي وايي دغه اصلاحات به دغه هېواد چې وخت ناوخت په کې کودتاګانې او بلواوې شوې، باثبات کړي.

XS
SM
MD
LG