د لاسرسي لېنکونه

چین: د شمالي کوریا او امریکا شخړه هېڅ ګټونکی نه لري


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د شمالي کوریا د اټمي پروګرام پر سر وسله واله شخړه به هېڅ ګټونکی ونه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه چې چین د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

تردې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د شمالي کوریا ستونزې سره به چلن وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د شمالي کوریا له خوا د یوې بلې اټمي یا راکټي ازموینې د ترسره کېدو په اړه اوازې په زیاتیدو دی.

ټرمپ همدارنګه د امریکا د سمندري ځواکونو یوه تهاجمي ډله له یوې الوتک لیږدونکې بیړۍ سره د کوریا ټاپو وزمې ته استولې ده.

XS
SM
MD
LG