د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د کونړ والي وايي دې ولایت کې د داعش په ګډون ۹ تروریستي ډلې فعاله دي


د کونړ ولایت چارواکي وايي، دغه ولایت کې له یو کال راهیسې د داعش په ګډ‌ون ځینې نورې تروریستي ډلې لیدل شوي او هڅې کوي چې د دغه ولایت ځینو ولسوالیو کې تروریستي فعالیتونه پیل کړي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز اسعداباد کې خبریالانو ته وویل، دغه تروریستې ډلې اکثره د بهرنیو استخباراتي کړیو په لمسون، د افغانستان سرحدي ولایتونو او په تېره کونړ ولایت ته را استول کېږي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

ښاغلي کلیمزي وویل:

"کونړ کې په مجموع کې نهه ډلې فعالیت کوي. زیاتره یې له هېواده بهر تجهېزېږي، تمویلېږي، روزل کېږي او دغه ولایت ته استول کېږي. په‎دې وروسیتو شپو ورځو کې زموږ د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دوی د کونړ ځینو سیمو کې له وسلو سره لیدل شوي او تیاری نیسي چې په تروریستي اعمالو لاس پورې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه کاله دمخه د داعش ډلې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت د شینوارو په سرحدي ولسوالیو لکه، اچین، هسکه مېنه، کوټ او داسې نورو کې فعالیتونه پیل کړل.

د افغان امنیتي ځواکونو او د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې، دغې ډلې یادو ولسوالیو کې په لسګونو ملکي کسان وژلي او د سیمي د خلکو په لسګونو کورونه یې سوځولي او ویجاړ کړي يې دي.

افغان امنیتي ځواکونو د دغې ډلې پرخلاف پر له‎پسې عملیات ترسره کړي او وايي چې دغه ډله یې تر ډېره ځپلې او د راتلونکو فعالیتونو د شنډولو لپاره یې تدابیر نیولي دي.

سره له‎دې چې افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالیو کې د داعش د ډلې د ځپلو خبرې کوي خو له ځینو نورو ولایتونو څخه رارسیدلي خبرونه وايي چې د داعش د ډلې جنګیالي په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لیدل شوي او فعالیتونه یې پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د داعش او داسې نورو ډلو د ځپلو لپاره یې تدابیر نیولي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

رادمنش: د داعش او داسې نورو ډلو د ځپلو لپاره تدابیر نیول شوي.
رادمنش: د داعش او داسې نورو ډلو د ځپلو لپاره تدابیر نیول شوي.

"موږ تصمیم لرو چې ۱۳۹۶هجري لمریز کال کې د دغو ټولو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړو، زه باوري یم چې زموږ دفاعي ځواکونه کولای شي چې د داعش د ډلې په څېر ټولې ډلې، یوازې په کونړ کې نه، بلکې په هره سیمه کې چې سر راپورته کړي پرضد به یې پوځي اقدام وشي او خلکو ته به ښه امنیتي شرایط برابر کړي."

کارپوهان وايي، افغانستان تر ډېره ځایه یو غرنی هېواد دی او بله دا چې له ګاونډیو هېوادونو سره پرانیستې پولې لري.

دوی وايي، اکثره تروریستان په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې پر دغو پولو را واوړي.

د دغو کار پوهانو له ډلې سردار ځدران وايي، د دغو ډلو د ځپلو مؤثره لار د هوايي ځواکونو پياوړتیا ده.

د دفاع وزارت وايي، د افغانستان هوايي ځواک د پیاوړتیا په حال کې دي او شته ستونزو ته به ځواب ووايي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG