د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

لوګر کې د اوسېدو بلاکونو نوی ښارګوټی جوړېږي


څو کاله وړاندې د لوګر ښاروالۍ او ځايي ادارې د مرکز پل علم د چوب فروشۍ په سیمه کې د رهایشي نومرو د جوړولو لپار په یو شمېر خلکو د کورنو تعرفې وویشلې، خو بیا ښاریان يې له دې کبله مخالفت ته ودرېدل چې یاده سیمه د سردار داوود خان د حکومت له وخته د شنې ساحې په نوم د ښار په ماسټر پلان کې ثبت وه.

دې لانجې کلونه وخت ونیو، خو ښاریان له خپل دریځه پرشا نه شول، بالاخره په دې وروستیو کې ښاروالۍ د دې لانجې د حل لپاره یوه طرحه جوړه کړه چې د ولسمشر د تائید وړ وګرځېده.

د پنجشنبې په ورځ یاده طرحه د ښاروالۍ ودانۍ کې د خلکو او د بېلابېلو ښاري صنفونو له استازو سره شریکه شوه.

دا لوګر شموله ناسته وه چې ملي شورا کې د یاد ولایت ځینو وکیلانو او د ولایتي شورا غړو هم په کې برخه درلوده، ګډونوالو د لانجې د حل لپاره د ښاروالۍ د طرحې په پلې کیدو توافق ته ورسېدل.

په دې اړه د چوب فروشانو د صنف استازی عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل:

"دلته د لوګر ولایت کې د چوب فروشي سیمه کې یوه غټه لانجه وه چې په هغه سیمه کې تر ۲۵۰ دوکانونه وو، خو هغه ساحه شنه ساحه وه، د هغه وخت والي او ښاروال د مافیا سره یوځای شول او دا شنه ساحه يې په رهایشي ساحه بدله کړه، اوس چې کومه طرحه جوړه شوې او جوړه پرې راځي زه ورسره موافق یم، کنه زه د نومرې سره قطعاً موافق نه یم، زه د پارک او نورو اجتماعي ځایونو موافق یم."

د پل علم د چوب فروشانو لانجمنه سیمه کې په څه توافق وشو، د پل علم ښاروال عصمت الله لعلي زي يې په اړه وویل:

"دا ځمکه به نه نومرې کېږي او نه به پارک کېږي، په دې باندې به رهایشي بلاکونه جوړېږي، زرو کسانو لپاره به پرې یو جومات جوړېږي، یو به په کې څلور ستوری هوټل جوړېږي، د زرو ماشومانو یو ښوونځی به په کې جوړېږي، یو به روغتون جوړېږي، ۱۶۶۰ نفرو ته به دایمې کار زمینه برابرېږي، په دې سره د ښاروالۍ عواید هم تر ۷۵ میلیونو افغانیو لوړ شي، که د ښاروالۍ عواید لوړ شي، ښار په پښو باندې درېږي."

د پل علم ښاروال زیاتوي، دا مهال د دوی عواید یواځې ۱۷.۱ میلیون افغانۍ دي او لګښتونه تر شلو میلیونو ډېر دي چې په دې حساب د ښاروالۍ لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

نوموړی د پل علم له ښاریانو مننه وکړه چې د دې کشالې د هواري په خاطر يې د دوی له طرحه ومنله.

د لوګر دوه تنو اوسیدونکو هم په یاد ولایت کې د یادې لانجې د حل او د ځايي ادارې او خلکو ترمنځ ولایت شموله هوکړه د ټولو په ګټه وبلله او زیاتوله يې چې په دې سره د خلکو په منځ کې یووالی او د لوګر د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ زمینې برابرېږي.

دوی زیاتوي:

"دا شل کاله کېږي چې دا لانجه موجوده وه، د اوسني ښاروال صیب په واسطه دا لانجه حل شوه، د ولسمشر نه هم مننه کوو چې دا طرحه يې منظوره کړله، داسې مو واورېدل چې دا به د ښاروالۍ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وي، د ښاروالۍ عواید به لوړ شي او په خپلو پښو به ودرېږي.

۲-د دې لپاره چې د لوګر د خلکو توافق ورباندې راشي، موږ موافق یو، په دې توګه چې په هغه کې جومات وي، تفریحي ساحه وي او د لوګریانو وحدت او یووالی ورباندې راشي."

د یادونې وړ ده، د لوګر د پل علم ښار د افغانستان په نویو جوړ شویو ښارونو کې راځي، چې تر ډېره په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې اباد شوی دی.

لوګر چې حاصل خېزې ځمکې لري، اوسیدونکی يې ښار ته موسمي ترکارۍ همدارنګه د انګورو او مڼو په ګډون ډول، ډول میوې راوړي چې بیا وروسته د خرڅانه لپاره د افغانستان مختلفو ولایتونو ته وړل کیږي، د لوګر د میوو او ترکاریو یوه برخه پاکستان ته هم صادرېږي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG