نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې کندهار کې د موټر سایکلونو بازار ګرم دی.
ورځپاڼې کندهار کې د موټر سایکلونو د خرڅلاو د یوې مغازې عکس هم خپور کړی دی چې سلګونه موټرسایکلونه په کې ولاړ دي.
په یو بل عکس کې لېدل کېږي چې د سړک یوې سرې اشارې مخې ته څو موټر سایکلونه په انتظار دي.
ورځپانه لیکي چې کندهار کې د موټر سایکلونو بازار ځکه ګرم دی چې د امنیتي دلایلو له کبله د ځینو موټرو په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
نیویارک ټایمز لیکي چې موټر سایکل اوس د کندهار د ټولنې یو مهم عنصر دی او هغه کندهاری چې موټر سایکل نهلري په حقیقت کې داسې وي لکه بندي.
په داسې حال کې چې مسکو نن د افغانستان د سولې د یوې غونډې کوربه دی، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه عنوان کې وايي، په دې چې امریکا له افغانستانه خپل پام بلخوا واړاوه ایران او روسیي افغانستان کې خپلې پښې ټینګې کړي.
ورځپاڼه لیکي:
په افغانستان کې د جګړې له پیله درې کاله وروسته امریکا عراق ته مخه کړه او وروسته بیا د سوریې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو بحران سبب شو چې امریکا د افغانستان له جنګه خپل پام بلې خوا ته واړوي.
واشنګټن پوسټ لیکي:
سره لهدې چې امریکا په دې موده کې افغانستان په بشپړه توګه هېر نهکړ خو روسیې او ایران له رامنځته شوې خلا څخه په استفاده په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړ.
ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال نکلسن له قوله لیکي چې د امریکا د سنا د مجلس پوځي کمېټې ته يې ویلي روسیه او ایران په افغانستان کې سره نېږدې شوي او خپل فعالیتونه يې هماهنګ کړي دي.
ایران له افغانستان سره اوږده پوله لري او د واشنګټن پوسټ په لیکنه امریکايي جنرال په دې باور دی چې ایران د افغانستان په لویدیځو سیمو کې وسلهوالو طالبانو سره مرسته کوي.
واشنګټن پوسټ لیکي:
سره لهدې چې د روسيې، شیعه ایران او سُني طالبانو ترمنځ ائتلاف دومره عملي نه بریښي خو عموماً ائتلافونو د کلونو په اوږدو کې بدلون موندلی او ایران او روسیې تل خپله پلوي بدله کړې ده.
ورځپانه مثال ورکوي او وايي چې روسیې په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو خلاف د امریکا د عملیاتو ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې د دوی رژیم وپرځېده او ایران هم هغه مهال د طالبانو مخالف شمالي ټلوالي سره همکاري درلوده.
دمسکو په نننۍ غونډه کې چې افغانستان، پاکستان، ایران او چین هم په کې برخه اخلي امریکا ګډون نهکوي او د افغانستان ګډون هم یواځې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ دی.
په داسې حال کې واشنګټن پوسټ د مسکو د غونډې او په افغانستان کې د مسکو او ایران د رول په هکله یو مطلب خپور کړی.