د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د ګاونډیانو ناسالمې سیالۍ خوستي تولیدات ننګولي


سره له‎دې چې د خوست په یو شمېر وړو تولیدي فابریکو او کارخانو کې سلګونو کسانو ته د دایمي کار او مزدورۍ زمینه برابره شوې، خو یو شمېر موجودو ستونزو په خوست کې د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.

په خوست کې د وړو فابریکو او کارخانو مالکان په یاد ولایت کې د دایمي برېښنا نشتون، د صنعتي ښارګوټي نیمګړې چارې او افغاني تولیداتو سره د ګاونډیو هېوادونو د تولیداتو ناسالمه سیالي د خپل تولید پر وړاندې اساسي ستونزې بولي.

په خوست کې یو شمېر کارګران وايي چې پخوا يې کار او کسب نه لاره، خو په‎دې ولایت کې د وړو تولیدي فابریکو او کارخانو په فعالیت سره دوی ته د دایمې کارزمینه برابره شوې ده.

هغوی د افغان حکومت نه هیله کوي چې په یاد ولایت کې په خصوصي سکټور کې د کارخونو او فابریکو پراختیا او پرمختیا ته مناسبې زمینې برابرې کړي.

په خوست کې د څښاک توکي لکه پیپسي، کولا، فانټا، ريډ انار، مرېنډا، جوس او نور همدارنګه د بسکټو د تولید د فابریکو دوه تنه کارګران زمان او رحیم وايي:

"اوس موږ ډېر خوشاله یو چې په خوست کې دا ډول فابریکې روانې دي، اوس په کې کار کوو او پخوا وزګار ګرځېدو، د ټولو سوداګرو مې هیله دا ده چې هغوی هم دا ډول فابریکې راوړي، تر څو د خوارانو او غریبانو په کې کار روان شي.

-رحیم: مخکې بې‎کاري و د دې فابریکو په فعالیت سره موږ ته هم د کار زمینه برابره شوه، یانې دلته ډېر کسان مصروف شول، کچیرې دولت دې ته توجه وکړي، نو ډېر خلک به په‎کې مصروف شي."

د بسکټو د یوې تولیدي کارخانې مسؤل نورزعلي خان وايي، د فابریکو او کارخانو له جوړولو سره خوست کې د سوداګرو او پانګه‎والو دومره لېوالتیا پیدا شوې چې ښايي په راتلونکې یو کال کې دا هر څه دوه برابره شي.

نورزعلي خان وايي:

"خوست کې څلور د مشروباتو لويې فابریکې دي، کار پرې روان دی کیدای شي، شپږو ته ورسېږي، د کالي مینځلو، بدنیو د جوړولو، پاپړو او نورو کارخانو شمېر تر دوه سوه ډېر دی، دومره علاقه شته چې ممکن په یو راتلونکې کال کې دا شمېره څلورو سوو ته ورسیږي."

د کارخانو مالکان دا هم وايي، له هغه وخته چې خوست کې د ځینو توکو تولید پیل شوی، دې لپاره چې د دوی کار زیانمن شي، ګاونډیو هېوادونو په ټيټه بیه بازراونو ته د یو شمېر بې کیفیته توکو صادرول پیل کړي دي.

د نوشابه وو د وړې فابریکې مشر احمد وايي چې د دوی د کار و بار د پرمختګ په مخکې غیر سالمه سیالي روانه ده.

نومړی وايي وايي:

"ګاونډیو هېوادونو ته مشکل دا دی هغه ګټه چې دوی په خپلو هېوادونو کې له‎دې لاره پیدا کوله اوس هغه ګټه افغانستان ته ولاړه، نو دوی بار بار کوښښ کوي چې په افغانستان کې فابریکې ناکامې کړي."

بل‎خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د کارخانو مالکانو دا ستونزه او انديښنه په رسمي توګه دوی سره نه‎ده شریکه کړې که حقیقت ولري، په دې برخه کې به ګمرک او سرحدي پولیسو ته په جدیت دندې وسپاري.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ

ښاغلی ځدارڼ وايي:

"تردې دمه د فابریکو مالکانو په دې اړه موږ ته مراجعه نه‎ده کړې، که موږ د دې ستونزې په حقیقت پوه شو، نو موږ به په دې برخه کې د ګمرک او سرحدي پولیسو مسوولینو ته دنده وسپارو چې پدې برخه کې له جدیته کار واخلي."

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان که له یوې خوا صنعتي پرمختګونه د هېواد د اقتصادي زیربناء د تقويې لپاره ګټور بولي، خو بل لوري ته پدې برخه کې خپلسری د ملي اقتصاد په زیان ګڼي.

د اقتصادي چارو کار پوه نواب امیرزی وايي، په خوست کې ډېری فابریکې او کارخانې په خپل سر جوړې شوي او هغه قانوني مراحل يې ندي بشپړ کړي.

دا چې د قانوني پړاونو د بشپړولو ګټه يې څه ده، نواب امیرزی يې په اړه وايي:

"موږ خپل تولیدات باید په کلني بیلانس کې راولو چې څومره تولیدات کوو، څومره مو اړتیاوې پوره کولای شي، څومره نورو ته ضرورت لرو، څومره خلک ورسره کار کوي، څومره معاشونه اخلي او نور څومره خلکو د جذب ظرفیت لري او مړی پیدا کړي."

د یادونې وړ ده، خوست کې د یو شمېر وړو تولیدي فابریکو په ګډون تر دوه سوه ډېرې کارخانې فعالیت لري چې بیلابیل توکي تولیدوي او د نسبتاً ښه کیفیت له امله په ښار کې د نورو بهرنیو توکو په پرتله په ښه بیه خرڅیږي.

اوسمهال د خوست یو شمېر تولیدات په نږدې ولایتونو کې هم ښه بازار لري.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG