د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ټرمپ: د امریکا او روسیې اړیکې په تر ټولو ټیټه سطح کې دي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا او روسیې ترمنځ ستونزې شته او دا چې د دواړو هېوادونو اړیکې په تر ټولو ټیټه سطح کې دي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال شوي چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل.

ټېلرسن تر دې لیدنو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دواړو هېوادونو دوه اړخېزې اړیکې په کښته سطح کې دي.

ولسمشر ټرمپ هیله وښوده چې وکولای شي له روسیې سره اړیکې پیاوړي کړي.

ټرمپ ویلي، دا به عالي وي چې د نړۍ دوه قدرتونه له یو بل سره ښې اړیکې وپالي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نوموړی وايي:

"دا به ډېر ښه وي لکه چې وړاندې مو هم پردې خبرې وکړې چې که زموږ هېواد، ناټو او روسیه وکولای شي له یو بل سره کار وکړي، خو اوس مهال موږ له روسیې سره کار نه‎شو کولای او له روسیې سره زموږ اړیکې ښایي په تر ټولو ټیټه سطح کې وي. موږ انتظار باسو او ګورو چې څه پېښېږي. پوتین د روسیې مشر دی او روسیه یو لوی قدرت. منتظر پاتې کېږو چې څه کېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له روسي چارواکو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د نړۍ دوه لوی اټمي ځواک لرونکي هېوادونه نه‎شي کولای دا ډول اړیکې ولري.

بل‎خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ټېلرسن سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د موجودو ستونزو سره-سره، د ګډ کار لپاره د پام وړ تمه شته.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ داسې هڅې وینو چې زموږ ترمنځ د همکارۍ له منځه وړلو لپاره کېږي ان داسې هلې ځلې وینو چې زموږ ترمنځ د مقابلې د تشدید لپاره کېږي. موږ دې ته د یوه لنډ نظر په سترګه ګورو. دې په کتو چې تاریخ ثابته کړي، کله چې مسکو او واشنګټن همکاري سره وکړي نه یوازې زموږ ملتونه بلکه ټوله نړۍ ګټونکې ده."

لاوروف زیاته کړه چې له خپل امریکایي سیال سره یې موافقه کړې چې د دواړو لورو له‎خوا استازي وګمارل شي څو په ځانګړي ډول د دوه اړخېزو اړیکو د تخریبولو سره د مقابلې دنده ولري.

ټېلرسن هم ویلي دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې یوه کاري ډله جوړه کړي، څو کوچني مسایل تنظیم کړي.

دی وایي، دا کار به له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي چې راتلونکې کې له ډېرو جدي ستونزو سره مقابله وشي.

د دغو دوو چارواکو ترمنځ خبرو کې داسې نښې نه لیدل کېږي چې وښیې د سوریې په برخه کې د دوی دریځونه بدل شوي وي.

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم څخه د مسکو د پلوۍ له کبله د واشنګټن او مسکو اړیکې خرابې دي په ځانګړي ډول په سوریې کې د وروستۍ کیمیاوي وسلې کارولو وروسته چې ویل کېږي د اسد د رژیم پلویانو کړی، د مسکو او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا لوړې سطحې ته رسیدلي دي.

دمشق او مسکو ادعا کوي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو هغه مرکزونه بمباري کړي وو چې کیمیاوې وسلې ساتل شوي وې او له همدې کبله زهرجن ګاز خپور شوی دی.

امریکا د همدې حملې په غبرګون کې د سوریې پر یوې پوځي هوایې اډې توغندویې برید وکړ چې د مسکو له انتقاد سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG