د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۰

غورځنګ: هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوو چې افغانستان نه سیمه وګواښي


که څه هم افغانستان کې د ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول د داعش له فعالیتونو ورځ تربلې د سیمې د هېوادونو اندیښنې مخ پر زیاتېدو دي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د سیمې هېوادونه باید دا شان اندیښنې ونه‎لري.

د ملي امنیت شورا وايي، افغان ځواکونو د القاعده او داعش په ګډون ټولې هغه ترهګرې ډلې ځپلي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د دغه شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه به هېڅ‎کله پری نه‎ږدي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونه وګواښي خو په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه ده.

غورځنګ: افغان ځواکونو د القاعده او داعش په ګډون ټولې ترهګرې ډلې ځپلي.
غورځنګ: افغان ځواکونو د القاعده او داعش په ګډون ټولې ترهګرې ډلې ځپلي.

نوموړی وايي:

"افغانستان هېڅ یوې تروریستي ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش او القاعدې په ګډون نړیوالې تروریستي ډلې په کلکه ځپلي او دغه شان اجازه نه ورکوي چې د تروریستي ډلو فعالیتونه د ملګرو هېوادونو لپاره پر اندیښنې بدل شي. "

د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس-اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي د افغانستان له لوري روسیې ته د ترهګرۍ جدي ګواښ متوجه دی.

ښاغلي پوتین د میر په نامه له یوه ټلویزون سره په مرکه کې هیله ښودلې چې روسیه هېڅ‎کله دې ته اړ نه‎شي چې خپل سرتېري له افغانستانه روسیې ته د متوجه احتمالي ګواښ د له‎منځه وړلو لپاره دغه هېواد ته واستوي.

د رسمي شمېرو له مخې روسیې د افغانستان شمالي پولي ته څېرمه د تاجکستان په یوې پوځي اډې کې اوه زره سرتېري ځای پرځای کړي خو د روسیې ولسمشر وايي، تمه نه‎لري چې دغه سرتیري د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان ته واستوي.

په کابل کې د روسیې سفارت بیا د ولسمشر پوتین د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم وايي، هغه هېوادونه چې د افغانستان له وضعیته اندیښنه لري د سرتیرو د استولو پرځای دې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي که څه هم روسیه د افغانستان په مسئله کې ښکیلتیا ته لېواله ده خو هېڅ‎کله به د سرتیرو استولو ته زړه ښه نه کړي.

د نړیوالو چارو کاپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو کاپوه انتظار خادم

د نړیوالو چارو کاپوه انتظار خادم وايي:

"روسانو په افغانستان کې لویه ماته خوړلې ده، سره له دې چې د نړۍ قضایاوې او وضعیت بدل شوی دی او روسیه هم په هماغه ډول نه ده پاتې، قوې شوې او د افغانستان وضعیت هم بدل شوی مګر روسیه تر راتلونکو پنځو او یا لسو کلونو پورې دا اراده نه‎لري چې بیا په فزیکي ډول د افغانستان په څېر په یوې پیلچې مسئله کې ښکېله شي."

د ښاغلي خادم په خبره که څه هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد یا د روسي ځواکونو له وتلو شاوخوا ۲۹ کاله تېرېږي خو لاهم افغانان د روسانو په اړه ښه نظر نه لري او روسان په دې مسله تر بل هر چا ښه پوهیږي.

XS
SM
MD
LG