د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د افغانستان علماوو شورا پاکستاني عالمانو ته د علمي مناقشې بلنه ورکړه


د افغانستان د علماوو شورا وايي، که د جمعیت العلما پاکستان مشر د افغانستان د حالت په اړه په رښتیا هم کومه شرعي پرېکړه غواړي نو د دغه هېواد دیني عالمان دې یوې دیني او علمې مناقشې ته ځان چمتو کړي.

د دغه شورا ویاند محمد قاسم حلیمي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مولانا فضل‎الرحمن څرګندونې مغرضانه او له فتنې ډکې دي.

د افغانستان د علماوو شورا ویاند محمد قاسم حلیمي
د افغانستان د علماوو شورا ویاند محمد قاسم حلیمي

نوموړی وايي:

"که فضل‎الرحمن د افغانستان د روان حالت په اړه په رښتیا سره کومه شرعي پرېکړه غواړي نو د پاکستان واقعي او له خدایه ویرېدونکې علماء دې د اسلامي نړۍ د مشهورو او جیدو علماوو په ګډون د افغانستان د علماوو سره په یوه علمي مناقشه کې ګډون وکړي. "

ښاغلي حلیمي مولانا فضل‎الرحمن یو دیني عالم نه بلکې د پاکستان د استخباراتو غړی وبللو او وېې ویل چې د پاکستان د دغه بې ثباته سیاسي لېډر خبرې هېڅ ډول دیني او علمي ارزښت نه‎لري.

د یادونې ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې د کابل په شاه شهید سیمه کې تر یوې درنې چاودنې وروسته د کابل د علماوو شورا هم د پاکستان د حکومت پر وړاندې جهاد فرض ګنلی و.

د پاکستان د جمعیت‎العلماء اسلام مشر مولانا فضل‎الرحمن څو ورځې وړاندې د دغه ګوند د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، ترکومه چې بهرني ځواکونه افغانستان کې مېشت وي، هغه هېواد کې سوله نه‎‎شي راتلی.

ده دا هم ویلي چې افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.

که څه هم له دې وړاندې د مولانا فضل‎الرحمن ترڅنګ یو شمېر مشهورو پاکستاني عالمانو د افغانستان په اړه له کینې ډکې څرګندونې کړي او د افغان حکومت او دیني عالمانو له خوا غندل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د علماوو شورا پاکستاني عالمانو ته د مخامخ علمي او دیني مناقشې بلنه ورکوي.

د پاکستان د جمعیت‌العلماء پاکستان د مشر مولانا فضل‎الرحمن
د پاکستان د جمعیت‌العلماء پاکستان د مشر مولانا فضل‎الرحمن

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان د علماوو شورا د دغه خبرې هرکلی او ملاتړ وکړو خو وېې ویل چې هېڅ‎کله به پاکستانی عالمان مخامخ مناظرې ته حاضر نه‎شي.

د دغه شورا د دیني او فرهنګي کمېسیون غړي عبد‎الخالق بالاکرزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ډېر پرځای او مثبت ګام دی چې زموږ علماوو پورته کړی دی او پاکستاني عالمانو ته یې چېلېنج ورکړی چې دوی دې له موږ سره په یوه علمي مناظره کې مخامخ خبرې وکړي، زه د دې ګام ملاتړ کوم. "

د افغانستان یو شمېر دیني عالمان له افغان دولته غوښتنه کوي چې د مولانا فضل‎الرحمن د دغه ډول مسلسلو څرګندونو په اړه باید په راتلونکې اسلامي نړیوال کنفرنس کې رسمي شکایت وکړي.

XS
SM
MD
LG