د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۷

هلمند چارواکي: طالبان په ناوه کې په شاتمبول شوي


د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبانو په ناوې ولسوالۍ کې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په شاتمبول شوي دي.

په دغه ولایت کې د څلورمې لوا قوماندان ظاهر مقبل ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د ولسوالۍ اړوند د عینک په سیمه کې جګړه ونښته چې په پایله کې نن سهار وسله وال طالبانو تېښتې ته اړ کړای شول.

ښاغلي مقبل زیاتوي چې د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان او نړیوالو ځواکونو د میوند پنځه په نامه عملیات پيل شول.

د امنیتي چارواکو په وینا په پيل شویو عملیاتو کې تر اوسه لس وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي او دغه شان څلور افغان سرتیري هم ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG