د لاسرسي لېنکونه

د مونټېنګرو د پارلماني انتخاباتو په اړه د سپینې ماڼۍ اندېښنې


سپینې ماڼۍ د مونټې نګرو په پارلماني انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

په مونټې نګرو کې چې د ناټو تړون د غړیتوب ترلاسه کولو هڅې کوي، تېرکال په اکټوبر کې پارلماني ټاکنې وشوې.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ رتبه چارواکي پرون وویل، د مونټې نګرو ټاکنو کې د روسیې له لاسوهنو چې د ټاکنو په ورځ پر حکومت د حملې د پلان رپوټونه هم په کې شاملېږي، اندېښنه لري.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناټو تړون کې د مونټې نګرو د غړیتوب غوښتنه تائيد کړه او تر هغه وروسته یې په سپینه ماڼۍ کې يې د ناټو تړون له مشر ینس سټولټنبرګ سره وکتل.

مسکو په هر ډول پلان او دسیسه کې د لاس درلودلو رپوتونه رد کړي او په مونټې نګرو کې د اپوزیسیون ډلې ویلي چې دا ادعاوې ناسمې دي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي پرون وویل، په ناټو کې د مونټې نګرو غړیتوب به ثابته کړي چې هېڅ درېیم هېواد د دې پریکړې د ویټو کولو حق نه لري.

XS
SM
MD
LG