د لاسرسي لېنکونه

شرافت علي خان منلې چې ناقانونه کډوال يي امریکا ته قاچاقي وړي


یوه پاکستاني وګړي اعتراف کړی چې د برازیل او لاتیني امریکا د خطرناکو ځنګلونو له لارې یې امریکا ته په قاچاقي ډول لږ تر لږه اتیا تنه افغانان او پاکستانیان انتقال کړي دي.

۳۲ کلن شرافت علي خان منلې چې د پیسو په بدل کې یې دا ناقانونه کډوال امریکا ته قاچاقي وړي دي.

څارنوالان وايي، شرافت د ځینو کسانو په همکارۍ خلک له پاکستان او نورو سیمو لومړۍ مرکزي امریکا او بیا پهالوتکو، بسونو او پلیو لارو امریکا ته رسولي دي.

د محکمې د اسنادو له مخې شرافت علي ځینې خلک د ۲۰۱۴ کال له جون تر ۲۰۱۶ کال پورې ځینې خلک له پنځو نه تر ۱۲ زرو ډالرو په بدل کې امریکا ته انتقال کړي او په ورځو ورځو یې په ځنګلونو کې پلی مزل پرې وهلی دی.

XS
SM
MD
LG