د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۷

ملالې یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري تابعیت ورکړل شو


د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري تابعیت ورکړل شو.

ملاله د کاناډا په پارلمان کې خبرې وکړې.

هغه تر ټولو ځوانه نجلۍ ده چې د کاناډا په پارلمان کې وغږېده.

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو چې پرون یې د کاناډا افتخاري تابعیت سند ملالې ته سپاره وویل: " ملالې! ستا داستان موږ ټولو ته د الهام منبع ده."

تر ملالې مخکې هم پنځو کسانو ته د کاناډا افتخاري تابعیت ورکړل شوی دی.

تمه وه ملالۍ یوسفزۍ ته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سولې نوبل جایزه وګټله په هماغه کال کې د کاناډا افتخاري تابعیت هم ورکړل شي خو یوه تروریست د کاناډا په پارلمان حمله کړې وه.

ملالې په سوات کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړی و چې بیا د وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شوه او سخته ژوبله شوه.

XS
SM
MD
LG